(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوی مدیریت خبرتیا ))
د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي ریاست په لاندې کمبود بستونو کې د ازادې سیالۍ له لارې په علمي کادر کې په شرایطو برابر اشخاصو ته اړتیا لري:
ګڼه | پوهنځی | څانګه | د بست کود | د بست شمیر | د بست کال | د اعلان مرحله |
1 | کمپیوټر ساینس | ډیټابیس او انفارمیشن | 28-06-B1-15-02-05 | 1 | 1396-1397 | دریم ځل |
ټول په شرایطو برابر کاندیدان چې په ذکر شوې څانګه کې یې دوکتورا ،ماستري او یا د لیسانس په سویه لوړې زده کړې ترسره کړې وي، خپل غوښتنلیکونه دې د تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکرې سره یو ځای د 27/12/1396 نېټې څخه تر 13/01/1397 نېټې پورې د پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو چارو آمریت ته وسپاري.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره