د کانکور بې نتيجې داوطلبانو د پام وړ!

20 وږی, 1397

د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا د (٣) مادې، (١٠/٦/١٣٩٧) نېټې او (١٩٤١) شمېرې پرېکړې په اساس ټولو هغو داوطلبانو ته، چې د ١٣٩٦-٩٧ کال ورځني کانکور ازموينې کې بې نتيجې پاتې شوي، خبر ورکول کېږي، چې د ننګرهار پوهنتون د شپې پوهنځيو په برنامه کې د شموليت د غوښتنې په صورت کې دې خپل مکمل شهرت، ID نمبر او اخيستل شوې نمرې همدا نن ورځ (٢٠/٦/١٣٩٧) نېټه د ننګرهار پوهنتون محصلانو چارو آمريت ته وسپاري.
د يادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون په پنځو پوهنځيو(ښوونې او روزنې، ژبو او ادبياتو، حقوق او سياسي علومو، اقتصاد او شرعياتو پوهنځيو کې د شپې برنامه لري.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره