د کانکور ازموينې او بايومتريک خبرتيا!

12 جون, 2019

هيله ده، د لاندې لارښوونې سره سم د بايومتريک معلوماتو د ثبت او ازموينې لپاره په ننګرهار پوهنتون کې ټاکل شوو محلونو ته مراجعه وکړئ.
بايومتريک:
د هغو ګډون کوونکو په کارت کې، چې د ازموينې لومړۍ ورځ ليکل شوې، يکشنبه د جوزا ٢٦مه د سهار ٦ بجې.
د هغو ګډون کوونکو په کارت کې، چې د ازموينې دويمه ورځ ليکل شوې، دوشنبه د جوزا ٢٧مه د سهار ٦ بجې.
د هغو ګډون کوونکو په کارت کې، چې د ازموينې درېيمه ورځ ليکل شوې، سه شنبه د جوزا ٢٨مه د سهار ٦ بجې.
ازموينه:
د لومړۍ ورځې ازموينه – چهارشنبه د جوزا ٢٩مه د سهار ٦ بجې.
د دويمې ورځې ازموينه – پنجشنبه د جوزا ٣٠مه د سهار ٦ بجې.
د درېيمې ورځې ازموينه – جمعه د جوزا ٣١مه د سهار ٦ بجې.


درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره