د ژبو او ادبیاتو پوهنځې د دری څانګې ۱ بست اعلان!

20 لړم, 1396

(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوي مدیریت خبرتیا ))

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ریاست په لاندې خالي بست کې ښځینه قشر ته د ازادي سیالۍ ازموېنې له لارې د علمي کادر کې په شرایطو برابر اشخاصو ته اړتیا ده:

ټول په شرایطو برابر کاندیدان چې په ذکر شوې څانګو کې د دوکتورا او یا ماستری په سویه لوړې زده کړې ترسره کړي وي خپل غوښتن لیکونه دې د خپلو تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکري سره یو ځای د 15/8/1396 نېټې څخه تر 8/9/1396 نېټې پورې د پوهنتون د علمي معاونیت اړوند د استادانو چارو آمریت ته وسپارې

په درنښت

د ننگرهار پوهنتون ریاست