د ټاکنو لپاره د نومليکنې خبرتیا!

04 غویی, 1397

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د چارو ادارې د حکم او د لوړو زده کړو وزارت او ننګرهار پوهنتون رياست مقام له هدايت سره سم د ننګرهار پوهنتون ټولو استادانو، محصلانو، مامورينو او خدماتي کارکوونکو ته خبر ورکول کېږي، چې سبا ورځ (چهارشنبه) چې د غويي له ٥ مې سره برابره ده، د ټاکنو لپاره د نومليکنې نږدې مرکزونو ته لاړ شي او خپلې اصلي تذکرې په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون په موخه ثبت او تائيد کړي.
د يادونې وړ ده، چې سبا ورځ پوهنتون رسماً رخصت دى او له ټولو ذکر شويو ښاغلو او آغلو څخه په جدي توګه غوښتنه کېږي، چې خپلې تذکرې ثبت او تائيد کړي. 
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره