د ١٣٩٦-٩٧ کال کانکور ازموينې هغو داوطلبانو ته، چې د يو شمېر ستونزو له امله يې په کانکور ازموينه کې ګډون نه دى کړى او ازموينه ترې تېره شوې

24 چنګاښ, 1397

 

د ١٣٩٦-٩٧ کال کانکور ازموينې هغو داوطلبانو ته، چې د يو شمېر ستونزو له امله يې په کانکور ازموينه کې ګډون نه دى کړى او ازموينه ترې تېره شوې، خبر ورکول کېږي، چې د شنبې، يکشنبې او دوشنبې په ورځو، چې د سرطان له (٢٣، ٢٤ او ٢٥) نېټې سره برابره ده، د لوړو زده کړو وزارت د کانکور رياست ته مراجعه وکړي، چې د اسنادو له کتنې وروسته د کانکور په متفرقه ازموينه کې، چې په راتلونکې اوونۍ کې په کابل کې اخيستل کېږي، ګډون وکړي.
يادښت: د شپې پوهنځيو او د څوارلسم پاسانو اختصاصي ازموينې داوطلبان په دې ډله کې شامل نه دي.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره