د نوي تحصيلي کال د پيل خبرتيا!

06 سپتمبر, 2019

د ننګرهار پوهنتون د اړوندو ديارلس ګونو پوهنځيو ګرانو محصلينو ته خبر ورکول کېږي، چې د پوهنتون درسونه سر له راتلونکې شنبې، چې د سنبلې له ١٦ نېټې سره برابره ده، پيل کېږي؛ تقسيم اوقاتونه، حاضرۍ او نور اړين چمتووالى نيول شوى. هيله ده، ګران محصلين په ټاکلي وخت خپلو درسونو ته راشي، چې د نه راتلو په صورت کې به يې د غير حاضرۍ مسؤليت په خپله غاړه وي.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره