د نوم ليکنې خبرتيا!

20 اګست, 2019

د ننګرهار پوهنتون ټولو هغو جديدالشمول محصلينو ته، چې د ١٣٩٨-٩٩ تحصيلي کال کانکور ازموينه کې دې پوهنتون ته بريالي شوي، خبر ورکول کېږي، چې د نوم ليکنې لپاره د اسد له ٢٩ نېټې څخه د سنبلې تر ٢٠ نېټې پورې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو آمريت ته تشريف راوړي.
د نوم ليکنې شرايط:
د نوم ليکنې پر مهال بايد څلور قطعې عکسونه، ID نمبر، د تذکرې اصل او پخپله شخص موجود وي.
يادښت: دا چې د ماسترۍ دورې، شپې پوهنځيو او څوارلسم پاسانو لېستونه تر دې دمه سيستم ته پورته شوي نه دي، نو د هغوى نوم ليکنه وروسته کېږي.