د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځى په پام کې لري چې د پښتو څانګې ماسترۍ دورې لپاره ازموينه واخلي

01 تله, 1396

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځى په پام کې لري چې د پښتو څانګې ماسترۍ دورې لپاره ازموينه واخلي. د ژبو او ادبياتو پوهنځي ټول هغه فارغان چې په شرايطو برابر وي، د نوم ليکنې لپاره دې د ياد پوهنځي تدريسي مديريت ته د (٥/٧/١٣٩٦) نېټې پوري راشي. 
د نوم ليکنې شرايط:
د ادبياتو پوهنځي فارغ وي.
د نومرو سلنه يې ٦٥ وي.
د ديپلوم او ترانسکريپټ کاپي ولري.
د تابعيت تذکرې کاپي.
څلور قطعې رنګه عکسونه.
د يادونې وړ ده چې د دولتي پوهنتونونو استادانو ته ٥٠ سلنه سهم په پام کې نيول شوى؛ استادان کولاى شي چې خپل پېژندليکونه له اړوند پوهنتون څخه د لوړو زده کړو وزارت درانه مقام له لارې ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي ته راوړي.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره