(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوی مدیریت خبرتیا ))

25 سپتمبر, 2018

 

د ننګرهار پوهنتون ریاست په لاندې کمبود بستونو کې د وړتیا له مخی د ازادې سیالۍ ازموېنې له طریقه په کارپوه اشخاصو ته اړتیا لري:

1 د طب پوهنځي تدریسي روغتون 7 درجه جنسی معتمد یو تن.

2 د طب پوهنځي تدریسي روغتون 8 درجه خدماتی کارکن یو تن.

2 د ښوونې او روزنې پوهنځي 8 درجه خدماتي کارکن یو تن.

ټولو په شرایطو برابر کاندیدان دې 1397/7/1 نېټې څخه تر1397/7/14 نېټې پورې داستخدام لوی مدیریت څخه د کارموندنې فورمې ترلاسه کړئ.

 

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره