د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوي مدیریت خبرتیا!

19 غویی, 1397

د ننګرهار  پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي تدریسي عمومي مدیریت د (۱۱۸) ۱۳۹۷ /۲/۱۵ ګڼه لیک له مخی لیکو:

د یاد پوهنځي د (۹۵) ۳/۲/۱۳۹۷ ګڼه لیک په اساس د کلینیک د یپارتمنت یو بست او د پارا کلنیک د یپارتمنت یو بست اعلان ته ورکړل شوي وه او دلوړو زده کړو وزارت د (۳۶) ۴/۱/۱۳۹۷ ګڼه رسمي لیک په اساس باید د یپارتمنت د بست لپاره د عارضو کاندیدانو څخه د تعین شوي هیت تر نظارت لاندی مجددا  ازموینه واخیستل شی، نو فلهذا د کلینیک  څانګې بست سهوآ  اعلان ته ورکړل شوي دي  تر څو د لوړو زده کړو وزارت د انسجام او اکاډمیکو چارو ریاست  دمکتوب په اساس د عارضو کاندیدانو څخه بیا ځل  ازموینه واخیستل شی.

 

په درنښت

د ننگرهار پوهنتون ریاست