د ننګرهار پوهنتون د اداري مجلس خبرتیا!

08 فبروري, 2019

د ننګرهار پوهنتون د اداري مجلس له پرېکړې سره سم په پوهنتون کې د نظم او دسپلين رامنځته کېدو په خاطر ددې پوهنتون محصلين مکلف دي، چې په رسمي وخت کې په درېشۍ کې پوهنتون ته راشي. البته د شرعياتو پوهنځي محصلين له دې امر نه مستثنى دي او هغوى به ځانګړى لباس (سپينې جامې او توره چپن) اغوندي. 
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره