د ننګرهار پوهنتون تدريسي روغتون د اکمال تخصص آمريت خبرتیا!

06 وږی, 1397

 

د ننګرهار پوهنتون تدريسي روغتون د اکمال تخصص آمريت د ١٣٩٧ لمريز کال لپاره په لاندې څانګو کې د ازادې سيالۍ له لارې ټريني ډاکتران قبلوي: 
داخله څانګه – ٦ تنه
اطفالو څانګه – ٦ تنه
نسايي څانګه – ٦ تنه
عمومي جراحي څانګه – ٦ تنه
ENT - ٢ تنه
سترګه – ٢ تنه
په شرايطو برابر ډاکتر صاحبان دې د نوم ليکنې لپاره د (٨ / ٦ / ١٣٩٧) نېټې څخه تر (٢٢ / ٦ / ١٣٩٧) نېټې پورې د ننګرهار پوهنتون تدريسي روغتون د اکمال تخصص څانګې ته مراجعه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې ازموينه په (٢٧/٦/١٣٩٧) نېټه اخيستل کېږي.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره