د ننګرهار ولايت ټولو هغو کانديدانو ته چې د اداري اصلاحاتو اړوند پنځم، شپږم او د معلمينو بستونو لپاره د کارتونو ویش خبرتیا !

12 سلواغه, 1396

د ننګرهار ولايت ټولو هغو کانديدانو ته چې د اداري اصلاحاتو اړوند پنځم، شپږم او د معلمينو بستونو لپاره يې نومليکنه کړې ده او شارټ لېست شوي دي، خبر ورکول کېږي چې په ازموينه کې د ګډون کارتونو اخيستلو لپاره دې د نومونو د الفباء په تفکيک سره د جلال اباد ښار لاندې نومول شويو حوزو ته ورشي:
لومړۍ حوزه- ښوونې او روزنې پوهنځى: 
الف، ب، پ، ت، ث.
دويمه حوزه- ننګرهار لېسه:
ج، ح، خ، څ، ځ.
درېمه حوزه- مياعمر لېسه:
ص، ض، ط، ظ، ع، غ.
څلورمه حوزه- عبدالوکيل لېسه:
ن، و، ه، ي.
پنځمه حوزه- عربانو لېسه:
د، ذ، ر، ز، س، ش، ښ.
شپږمه حوزه- چکنورۍ لېسه:
ف، ق، ک، ګ، ل، م.
اوومه حوزه- بي بي عايشې لېسه:
ټولې ښځينه کانديدانې.
يادښت:
ټول محترم کانديدان دې د کارت ترلاسه کولو وروسته ننګرهار پوهنتون ته راشي او کومه حوزه چې ورته په کارت کې ليکل شوې ده، هماغلته بايومتريک کېږي. د يادونې وړ ده چې د ازموينې د درېيمې ورځې ګډونوال د جمعې ورځې په سهار بايومتريک کېږي، په نورو ورځو کې دې مزاحمت نه کوي.
د ازموينې ورځې:
د ازموينې اوله ورځ شنبه د دلوې ١٤ نېټه
د ازموينې دويمه ورځ يکشنبه د دلوې ١٥ نېټه
د ازموينې درېيمه ورځ دوشنبه د دلوې ١٦ نېټه
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره