د ننګرهار ولايت د دولتي اداري بستونو کانکور د کارتونو وېش او ازموينې خبرتيا!

11 سلواغه, 1396

د ننګرهار ولايت د دولتي اداري بستونو کانکور د کارتونو وېش او ازموينې خبرتيا!
د ننګرهار ولايت ټولو هغو کانديدانو ته چې د اداري اصلاحاتو اړوند پنځم، شپږم او د معلمينو بستونو لپاره يې نومليکنه کړې ده او شارټ لېست شوي دي، خبر ورکول کېږي چې په ازموينه کې د ګډون کارتونو اخيستلو لپاره دې د جلال اباد ښار لاندې نومول شويو حوزو ته د چهارشنبې، پنجشنبې او جمعې په ورځو چې د دلوې مياشتې له ١١، ١٢ او ١٣ نېټې سره سمون خوري، مراجعه وکړي:
لومړى: 
ټولې ښځينه کانديدانې دې نن ورځ (چهارشنبه) د ماسپښين په دوه بجو الايي لېسې ته د کارت اخيستلو لپاره مراجعه وکړي او د کارت له اخيستلو وروسته دې د بايومټريک لپاره بي بي عايشې لېسې ته ولاړې شي.
دويم:
نارينه کانديدان دې سر له سبا (پنجشنبې او جمعې) په ورځو د ننګرهار، مياعمر، عربانو، چکنوري، عبدالوکيل، شهيد محمد عارف لېسو او ښوونې او روزنې پوهنځي ته د نومونو د الفبا په اساس مراجعه وکړي. د يادونې وړ ده چې د نومونو د الفبا په اساس د حوزو ټاکنه تر سبا سهاره اعلانېږي.
د ازموينې ورځې:
د ازموينې اوله ورځ شنبه د دلوې ١٤ نېټه
د ازموينې دويمه ورځ يکشنبه د دلوې ١٥ نېټه
د ازموينې درېيمه ورځ دوشنبه د دلوې ١٦ نېټه
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره