د ننګرهار ولايت د دولتي اداري بستونو ازموينې د محترمو کانديدانو د پام وړ!

13 سلواغه, 1396

د ننګرهار ولايت د دولتي اداري بستونو ازموينې د محترمو کانديدانو د پام وړ!
- کوم ورونه او خويندې چې د کارت اخيستلو څخه پاتې دي، سبا د شنبې په ورځ دې خپل کارتونه د ننګرهار پوهنتون په دويمه دروازه کې ترلاسه کړي او خويندې دې خپل کارتونه د ننګرهار پوهنتون محصلانو چارو امريت څخه ترلاسه کړي.
- د ازموينې په ورځ په ازموينه کې د ګډون کارت، د تذکرې اصل، کوډ رشتې (د انتخاب ورقې) او تور قلم له ځان سره راوړئ.
- د ازموينې په ورځ ټول محترم کانديدان بايد له ځان سره د موبايل او نورو الکترونيکي وسايلو له راوړلو ډډه وکړي.
- ازموينې ته د سهار په اتو بجو (8:00am) حاضر شي.
د ازموينې ورځې:
د ازموينې اوله ورځ يکشنبه د دلوې ١٥ نېټه
د ازموينې دويمه ورځ دوشنبه د دلوې ١٦ نېټه
د ازموينې درېيمه ورځ سه شنبه د دلوې ١٧ نېټه
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره