د ماسترۍ پروګرام ازموينې خبرتيا!

20 کب, 1396

 

د ماسترۍ پروګرام ازموينې خبرتيا!
ټولو هغو کانديدانو ته چې د ننګرهار پوهنتون د لاندې څانګو:
١- فقهې او قانون څانګه- شرعياتو پوهنځى.
٢- تعليمات اسلامي څانګه- شرعياتو پوهنځى.
٣- قضاء او څارنوالۍ څانګه- حقوقو او سياسي علومو پوهنځى.
٤- پښتو ژبې او ادب څانګه- ژبو او ادبياتو پوهنځى.
٥- ادارې او تجارت(MBA) څانګه- اقتصاد پوهنځى.
د ماسترۍ دورې لپاره يې نوم ليکنه کړې، خبر ورکول کېږي چې د نوموړو څانګو ازموينه د کب په ٢٨مه نېټه د دوشنبې په ورځ اخيستل کېږي.
د يادونې وړ ده چې ذکر شويو څانګو ته د نوم ليکنې پروسه درې ورځې نوره هم وغځول شوه او د کب تر ٢٥ نېټې پورې نوم ليکنه کېږي.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره