د ماسترۍ دورې کانکور ازموينې د کارتونو وېش خبرتيا!

12 جون, 2019

ټولو هغو داوطلبانو ته، چې د ننګرهار پوهنتون د لاندې څانګو:
١- فقهې او قانون څانګه – شرعياتو پوهنځى
٢- تفسير او حديث څانګه – شرعياتو پوهنځى
٣- قضا او څارنوالۍ څانګه – حقوقو او سياسي علومو پوهنځى
٤- پښتو ژبې او ادب څانګه – ژبو او ادبياتو پوهنځى
٥- MBA څانګه – اقتصاد پوهنځى
د ماسترۍ پروګرامونو لپاره يې نومليکنه کړې، خبر ورکول کېږي، چې په ازموينه کې د ګډون کارت ترلاسه کولو لپاره دې د جوزا په ٢١مه نېټه د سه شنبې په ورځ د سهار په ٨ بجو د ننګرهار پوهنتون د ماسترۍ او دوکتورا برنامو د انسجام مرکز ته، چې د وترنري علومو پوهنځي ودانۍ کې موقعيت لري، مراجعه وکړي.
يادښت: 
د کارت د اخيستلو پر مهال د تذکرې اصل له ځان سره ولرئ.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره