د ماسترۍ دورې نوم ليکنې خبرتيا!

06 نوومبر, 2019

د ننګرهار پوهنتون د ماسترۍ دورې ټولو هغو جديدالشمول محصلينو ته، چې د ١٣٩٨-٩٩ تحصيلي کال کانکور ازموينه کې ددې پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د ادارې او ديپلوماسۍ څانګې ته بريالي شوي، خبر ورکول کېږي، چې د نوم ليکنې لپاره د چهارشنبې په ورځ، چې د عقرب له ١٥ مې نېټې سره برابره ده، د ننګرهار پوهنتون فوق ليسانس برنامو آمريت ته، چې د شرعياتو پوهنځي په مخکېنۍ ودانۍ کې موقعيت لري، تشريف راوړي.
د نوم ليکنې شرايط:
د نوم ليکنې پر مهال بايد څلور قطعې عکسونه، د ديپلوم، ترانسکريپټ، تذکرې اصل او کاپي او پخپله شخص موجود وي.
يادښت:
دا چې د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سياسي علومو پوهنځى د ادارې او ديپلوماسۍ په څانګه کې د ماسترۍ پروګرام نه لري، د يادو محصلينو ثبت نام د لوړو زده کړو وزارت د درانه مقام له هدايت سره سم د قضاء او څارنوالۍ څانګې ماسترۍ پروګرام ته کېږي.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره