د ماسترۍ دورې نوم ليکنې خبرتيا!

12 جنوري, 2019

ننګرهار پوهنتون د ١٣٩٨ تحصيلي کال لپاره په لاندې څانګو کې د کانکور ځانګړې ازموينې له لارې محصلين قبلوي: 
١- فقهې او قانون څانګه – شرعياتو پوهنځى
٢- تفسير او حديث څانګه – شرعياتو پوهنځى
٣- قضا او څارنوالۍ څانګه – حقوقو او سياسي علومو پوهنځى
٤- پښتو ژبې او ادب څانګه – ژبو او ادبياتو پوهنځى
٥- (MBA) څانګه - اقتصاد پوهنځى
د نوم ليکنې شرايط:
اړوند پوهنځي څخه د فراغت سند
په يوې نړيوالې ژبې بشپړ تسلط
د تذکرې اصل او کاپي
د ديپلوم او ترانسکريپټ اصل او کاپي، چې د لوړو زده کړو وزارت څخه تائيد شوي وي.
د (٦٥) سلنه نمرو لرل
يوه قطعه رنګه عکس
په شرايطو برابر فارغان دې د نوم ليکنې لپاره د جدي له (٢٤) نېټې څخه د دلوې تر (١٥) نېټې پورې د ننګرهار پوهنتون د ماسترۍ او دکتورا برنامو د انسجام مرکز ته، چې د وترنري علومو پوهنځي ودانۍ کې موقعيت لري، مراجعه وکړي.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره