د عامه اداري پوهنځي دعامه پالیسي څانګې علمي کادر بست اعلان!

26 جولای, 2018

(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوی مدیریت خبرتیا ))

د ننګرهار پوهنتون د عامه اداري پوهنځي ریاست په لاندې کمبود بست کې د ازادې سیالۍ له لارې په علمي کادر کې په شرایطو برابر اشخاصو ته اړتیا لري:

ټول په شرایطو برابر کاندیدان چې په ذکر شوې څانګه کې یې دوکتورا او یا ماستري  په سویه لوړې زده کړې ترسره کړې وي، خپل غوښتنلیکونه دې د تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکرې سره یو ځای له 1397/5/3 نېټې څخه تر 1397/5/27 نېټې پورې د پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو چارو آمریت ته وسپاري.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره