د طب پوهنځي د ​علمي کادر بست اعلان!

15 جون, 2019

 

(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوی مدیریت خبرتیا ))

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي ریاست په لاندې کمبود بست کې د ازادې سیالۍ له لارې په علمي کادر کې په شرایطو برابر اشخاصو ته اړتیا لري:

ټول په شرایطو برابر کاندیدان چې په ذکر شوې څانګه کې یې دوکتورا،ماسترۍ او یا لیسانس په سویه لوړې زده کړې ترسره کړې وي، خپل غوښتنلیکونه دې د تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکرې سره یو ځای د 1398/3/25 نېټې څخه تر  1398/4/10 نېټې پورې د پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو چارو آمریت ته وسپاري.

درنښت

ننګرهار پوهنتون اداره