د شپې پوهنځيو کانکور فورمو د وېش خبرتيا!

08 مرغومی, 1396

د شپې پوهنځيو کانکور فورمو د وېش خبرتيا!

د دولسمو ټولګيو ټولو هغو فارغانو ته چې غواړي د شپې پوهنځيو په کانکور ازموينه کې برخه واخلي، خبر ورکول کېږي چې نوموړې ازموينه کې د ګډون فورمې سر له شنبې ورځې چې د (٩/١٠/١٣٩٦) نېټې سره سمون خوري، د ننګرهار پوهنتون له محصلانو چارو آمريت څخه ترلاسه کړي.
يادښت: د دولسمو ټولګيو هغه فارغان چې دوه ځلې يې د کانکور په عمومي ازموينه کې ګډون کړى وي، يو ځل د شپې کانکور په ازموينه کې هم ګډون کولى شي. دغه راز د داخل خدمت فارغانو لپاره ځانګړې فورمې راغلي چې د اخيستلو پر مهال ورته پام وکړي. 
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره