د شپې پوهنځيو او څوارلسم پاسانو اختصاصي کانکور نوم ليکنې خبرتيا!

21 جنوري, 2019

د دولسمو او څوارلسو ټولګيو ټولو هغو فارغانو ته، چې غواړي د 1398 تحصيلي کال د شپې پوهنځيو او څوارلسم پاسانو اختصاصي کانکور ازموينه کې ګډون وکړي، خبر ورکول کېږي، چې په ازموينه کې د ګډون فورمو ترلاسه کولو لپاره د جدي مياشتې په ٣٠مه نېټه د محصلانو چارو آمريت ته تشريف راوړي.
د يادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون په پنځو پوهنځيو (اقتصاد، حقوقو او سياسي علومو، ژبو او ادبياتو، شرعياتو او ښوونې او روزنې) کې د شپې پروګرام لري.
يادښت: د څوارلسم پاسانو لپاره ٨٠ سلنه نمرې لرل شرط دي، چې د ښوونځيو برحال معلمين له دې شرط نه مستثنى دي. 
درنښت
ننګرهار پوهنتون اداره