د دوکتورا پروګرام ازموينې خبرتيا!

22 اپرېل, 2019

د ننګرهار پوهنتون شرعياتو پوهنځي دوکتورا پروګرام ټولو هغو کانديدانو ته، چې د نوموړي پروګرام ازموينې لپاره يې نوم ليکنه کړې، خبر ورکول کېږي، چې د بورد د پرېکړې له مخې ازموينه راتلونکې پنجشنبه، چې د (٥/٢/١٣٩٨) نېټې سره برابره ده، د سهار په ٩ بجو د شرعياتو پوهنځي د نوې ودانۍ په تالار کې اخيستل کېږي.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره