د جديدالشمول محصلانو د ثبت نام په اړه نوې خبرتيا!

17 زمری, 1397

د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه له پرېکړې سره سم ټولو هغو جديدالشمول محصلانو ته چې د ١٣٩٦/٩٧ کال کانکور ازموينې له لارې دې پوهنتون ته بريالي شوي، خبر ورکول کېږي، چې خپلو درسونو ته دې د سنبلې په ١٥مه نېټه اړوندو پوهنځيو ته راشي. د يادونې وړ ده، چې د هر محصل ثبت نام د هغه په خپل پوهنځي کې له ذکر شوې نېټې وروسته کېږي؛ ګران محصلان دې له يادې نېټې مخکې پوهنتون ته له راتلو ډډه وکړي.
د ثبت نام پر مهال د تذکرې اصل، څلور قطعې عکسونه او پخپله د شخص موجوديت شرط دى.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره