د اکمال تخصص ازموينې خبرتيا!

09 اکتوبر, 2019

ټولو هغو ډاکتر صاحبانو ته، چې د ننګرهار پوهنتون تدريسي روغتون د اکمال تخصص پروګرام ته يې نوم ليکنه کړې او شارت ليست شوي دي، خبر ورکول کېږي، چې د ازموينې د کارت اخيستلو او بايومتريک لپاره د سه شنبې، چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو، چې د ميزان د ١٦، ١٧ او ١٨نېټې سره برابره ده، د ننګرهار پوهنتون تدريسي روغتون د اکمال تخصص آمريت ته تشريف راوړي.
د يادونې وړ ده، چې ازموينه راتلونکې شنبه، چې د ميزان له ٢٠ نېټې سره برابره ده، د طب پوهنځي په کتابتون کې اخيستل کېږي.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره