د انجنیري پوهنځي علمي کادر بست اعلان!

02 سپتمبر, 2019

(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوی مدیریت خبرتیا ))

د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي ریاست په لاندې کمبود بست کې د ازادې سیالۍ له لارې په علمي کادر کې په شرایطو برابر اشخاصو ته اړتیا لري:

ګڼه پوهنځی څانګه د کوډ شمېره د بست شمېر د بست کال د اعلان مرحله
1 انجنیري عمومي تخنیکي مضامین 28-06-B1-05-03-08 1 1398 اول ځل

ټول په شرایطو برابر کاندیدان چې په ذکر شوې څانګه کې یې د دوکتورا او یا ماستري  په سویه لوړې زده کړې ترسره کړې وي، خپل غوښتنلیکونه دې د تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکرې سره یو ځای د 1398/6/9 نېټې څخه تر 1398/7/1 نېټې پورې د پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو چارو آمریت ته وسپاري.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره