دکتورا پروګرام نوم ليکنې خبرتيا!

21 جنوري, 2019

د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د فقهې او قانون څانګې د دکتورا برنامه د درېيمې دورې لپاره محصلين جذبوي، په شرايطو برابر مينه‌وال کولای شي، د نوم ليکنې مربوطه فورمې د روان کال د دلوې مياشتې له لومړۍ نېټې څخه د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د فقهې او قانون د دکتورا برنامې دفتر څخه تر لاسه او له ډکولو وروسته دې د دلوې مياشتې تر وروستۍ نېټې پورې د لاندې اسنادو سره يوځای نوموړي دفتر ته وسپاري:
د دکتورا په پروګرام کې د شمول شرطونه په لاندې ډول دي:
۱. يوازې د دولتي پوهنتونونو د شرعياتو پوهنځي د فقهې او قانون څانګې برحاله استاذان او د علومو اکاډمۍ د علمي کادر غړي کولای شي، چې يادې برنامې ته نومليکنه وکړي.
۲. يوه کاپي د شرعياتو پوهنځي د فقهې او قانون څانګې د ماسترۍ دورې تيزس لرونکی ديپلوم.
۳. يوه کاپي د ماسترۍ دورې د نومرو ترانسکرپټ چې عمومي اوسط يې له ۷۵ نومرو څخه کم نه وي.
۴. يوه کاپي د ليسانس دورې ديپلوم.
۵. د ماسترۍ تيزس له دفاع څخه وروسته لږ تر لږه د دوه کلونو تجربه ولري.
۶. د تذکرې يوه کاپي.
۷. يوه کاپي د اړوند ادارې موافقه ( که چېرې کانديد رسمي دولتي وظيفه ولري)
۸. يوه کاپي تعهد نامه چې محصل به ټول اړوند مقررات او اصول رعايتوي.
۹. شپږ قطعې عکسونه.
۱۰. د کانديد بايد دوه علمي مقالې په ملي يا نړيوالو ژورنالونو کې نشر شوي وي.
۱۱. په تحريري ازموينه کې د يوې مشخصې موضوع په هکله خطة (پلان يا پروپوزل) جوړول هم شامل دي.
۱۲. ازموينه د ژبې، تخصصي مضامينو او د يوې مشخصې موضوع په هکله د پلان جوړول په يوه پارچه کې اخيستل کېږي.
۱۳. په برنامه کې د کانديد د منل کېدو لپاره په ازموينه کې پر بريالي کېدو سربېره، د حق شمول او د سمستر فيس د ورکولو توانايي، د برنامې لپاره د کافي وخت درلودل او د برنامې متعلق د ټولو رسمي مقرراتو رعايتول هم د مهمو شرايطو له جملې څخه ګڼل کېږي.
۱۴. په يوه نړيواله ژبه باندې بايد کامل مسلط وي، په داسې ډول چې د کمېټې د تائيد وړ وګرځي.
يادښت: کانديد بايد د پورته اسنادو د کاپي سپارلو پر مهال د اسنادو اصل هم له ځان سره ولري.
تحريري ازموينه د حوت مياشتې په ١١مه نېټه اخيستل کېږي.
درنښت
ننګرهار پوهنتون اداره