انجنیري پوهنځي ریاست د اوبو زیرمو او چاپیریال ساتنې، مهندسي څانګو کمبود بستونو اعلان!

08 غبرګولی, 1397

(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوي مدیریت خبرتیا ))

د ننګرهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي ریاست په لاندې کمبود  بستونو کې د ازادي سیالۍ له لارې د علمي کادر کې په شرایطو برابر اشخاصو ته اړتیا ده:

ګڼه پوهنځی څانګه د بست کود د بست شمیر د بست کال د اعلان مرحله
1 انجینري اوبو د زیرمو او چاپیریال ساتنې 28-06-B1-05-02-07 1 1397 دوهم ځل
2 انجینري مهندسي 28-06-B1-05-01-11 1 1397 دوهم ځل

 

 

 

 

ټول په شرایطو برابر کاندیدان چې په ذکر شویو څانګو کې د دوکتورا او  ماستری په سویه لوړې زده کړې یې ترسره کړي وي خپل غوښتنلیکونه دې د خپلو تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکري سره یو ځای د 7/3/1397 نېټې څخه تر 23/3/1397 نېټې پورې د پوهنتون د علمي معاونیت اړوند د استادانو چارو آمریت ته وسپارې.

په درنښت

د ننگرهار پوهنتون ریاست