د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوي مدیریت خبرتیا!

10 غویی, 1397

د ننګرهار پوهنتون ریاست په لاندې کمبود بست کې د وړتیا له مخې د د ازادي سیالۍ ازموېنې له  لارې په کار پوه اشخاصو ته اړتیا لري:

  1. د اداري او مالي چارو معاونیت پوری مربوط 8 درجه خدماتي کارکن یو تن چې  کود نمبر یې 03-05-06-28 دی.
  2. د طب  پوهنځي تدریسي روغتون 8 درجه خدماتي کارکن یو تن  چې د کود نمبر یې 91-10-06-28  دی.

ټول په شرایطو برابر کاندیدان دې د 9/2/1397 نېټې څخه تر 19/2/1397 نېټې پورې د استخدام لوی مدیریت څخه د کارموندنې فورمه ترلاسه کړي.

 

په درنښت

د ننگرهار پوهنتون ریاست