ننګرهار پوهنتون کې د سولې په نوم پارک پرانيستل شو

01 تله, 1396

ننګرهار پوهنتون کې د سولې په نوم پارک پرانيستل شو
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل د پرانيستې پر مهال وويل: نوموړى پارک چې ٧٠ سلنه چارې يې ترسره شوي او پاتې نورې به يې په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي، د ننګرهار د يوه تن ملي سوداګر په مالي مرسته جوړېږي.

دننګرهار پوهنتون ته ۱۳۹۶ کال بریالی شوی محصیلینو ته دثبت نام خبرتیا

28 وږی, 1396

ټول هغه محصلین چې د ( ۱۳۹۶ ) کال د کانکور ازموینې له لارې ننګرهار پوهنتون ته بریالي شوي، خبر ورکول کیږي چې نوم لیکنه د سنبلې میاشتې په ( 1 ) نیټه د چهارشنبې په ورځ پیلیږي، هیله ده چې د نوم لیکنې لپاره ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مدیریت ته مراجعه وکړئ.

د ننګرهار پوهنتون شرعياتو پوهنځي د ماسترۍ دورو ازموينه واخيستل شوه

28 وږی, 1396

د ننګرهار پوهنتون شرعياتو پوهنځي د ماسترۍ دورو ازموينه واخيستل شوه
نوموړې ازموينه د فقهې او قانون او تفسير او حديث څانګو لپاره واخيستل شوه چې ٢٧٣ تنو پکې برخه اخيستې وه.

د ننګرهار پوهنتون شرعياتو پوهنځي د تفسير او حديث، او فقهې او قانون څانګو د ماسترۍ برنامو خبرتیا!

11 زمری, 1396

د ننګرهار پوهنتون شرعياتو پوهنځي د تفسير او حديث، او فقهې او قانون څانګو د ماسترۍ برنامو ټولو هغو کانديدانو ته چې د نوموړو برنامو د ازموينې لپاره يې نوم ليکنه کړې، خبر ورکول کېږي چې ياده ازموينه د راتلونکې دوشنبې په ورځ چې د (٢٧/٦/١٣٩٦) نېټې سره سمون خوري، د سهار په نهو بجو (9:00am) په ننګرهار پو

پاڼې