د انجينري پوهنځي لرليد او ماموريت

لرليد:

 انجینري پوهنځی به هڅه وکړي چې په ملي او منطقوي سطح  د ابتکار  او انجینري علومو یو مخکښ مرکز وي  . دغه موخه به  د علمي څېړنو  ترسره کولو ته د لومړيتوب  او په دې برخه کې د اسانتياوو برابرولو او همدارنګه د معتبرو نړيوالو انجینري علومو له مراکزو سره د نږدې اکاډمیکو اړيکو د جوړولو په پايله کې لاسته راوړو.

ماموریت :

زمونږ ماموریت  په  تدریسي ، څېړنو او د بازار د غوښتنو سره د مناسبومسلکي  زده کړو لا پیاوړي کول دي  ترڅو وکولی شو  داسې معیاري انجینران ټولنې ته وړاندې کړو  چې  د مسلکي پوهې، لوړو اخلاقي معیارونو، ابتکاري نظریاتو او د رهبرۍ مهارتونو درلودونکي وي ،  چې پر مټ ېې  اقتصادي، تکنالوژیکي او ټولنيزو بدلونونو ته ځواب وویلی شي.

اصلي ارزښتونه

اصلي ارزښتونه د علمي پروګرامونو، د محصلینوټولنیزو پروګرامونو او فعالیتونو لپاره بنسټ برابروي.  لاندې  اصلي ارزښتونه د ننګرهار پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي د ماموریت ملاتړ کوي.

۱ د پوهنځي د لید لوري او ماموریت ملاتړ کول.

۲ د محصلینو او اړوندو افرادو په اړتیا تمرکز کول.

۳ د وخت سره د ټولنې او بازار بدلیدونکو اړتیاو ته ځواب ویل.

۴ په پرله پسې توګه د پروګرامونو، خدمتونو، سیستمونو او پالیسیو ارزونه او پیاوړي کول،

۵ د مسلکي نرمې رویې او ښه چلند په وسېله د ويساینې پیاوړي کول.

۶ د کارکوونکو او محصلینو ونډه پیژندل او ملاتړ ېې کول.

۷ د محصلینو او کارکوونکو د نوښتنو، بدلونونو او هڅو ستاینه.

۸ دیپارتمینټونه د خپلمنځي همکاریو لپاره هڅول یا تشویقول.

۹ ټولو ته مناسب اود برابر لاسرسي ډاډ ورکول.

۱۰ د پټو استعدادونو برسیره کول، قدرداني او نمانځنه یې.

۱۱ تدریس او د زده کړې بهیر د پوهنځي او محصلینو ګډ مسولیت دی.

۱۲ محصلین وهڅول شي چي د ټولنې کټور او برخه اخیستوکي وګړي شي.

 

د انجینري پوهنځي لرليد او ماموریت   او اصلي ارزښتونه  د پوهنځي د علمي شورا په (عــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ) نېټه غونډه کې مطرح او درايو په يووالي تائيد شو.

 

پوهاند محمد اجمل صافی                                          پوهنمل محمد اجمل ستانکزی

د پوهنځي د علمي شورا منشي                                              د انجینري  پوهنځي رئیس

 

د انجینري پوهنځي لرلید او ماموریت  او اصلي ارزښتونه د پوهنتون د علمي شورا په                                                   (                                                     ) نېټه غونډه کې تر بحث ورسته د رايو په يووالي تائيد سره تائید شو.

 

پوهنیار عبدالحی کیوان                                     پوهندوۍ دکتور محمد حامد کډوال

د پوهنتون د علمي شورا منشی                                    د پوهنتون د علمي چارو مرستيال