پوهنيار محمد يوسف مهمند

د کمپيوټر ساينس پوهنځي رئيس پوهنيار محمد يوسف مهمند لنډه پېژندنه

ښاغلی پوهنيار محمد یوسف مهمند د علی احمد زوی په کال ١٣٦٠ ل کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د جلال اباد ښار په عبدالوکیل عالي لېسه او ثانوي زده کړې يې په ننګرهار عالي لېسه کې ترسره کړې دي. په ۱۳۸۰ لمریز کال د کانکور ازموينې له لارې د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي ته بريالى شو او په کال ۱۳۸۵ لمريز له نوموړي پوهنځي څخه په اعلی درجه فارغ شو.

ښاغلي مهمند په ۱۳۸۶ هجري لمریز کال د ازادې سيالۍ له لارې د ننګرهار پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي د علمي کادر غړى شو او د استادۍ په مقدسه دنده يې پيل وکړ چې په کال ١٣٨٧ ل کې د نوموړي پوهنځي د رياست دنده هم وروسپارل شوه.

 نوموړى د ۱۳۹۱ لمريز کال په اواخرو کې د ماسټرۍ زده کړو لپاره کوزې پښتونخوا ته لاړ او د پېښور په پوهنتون کې يې د ډیټابیس په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې وکړې.

پوهنيار مهمند هېواد ته له راستنېدو سره سم د دویم ځل لپاره په ۱۳۹۴ ل کال کې د کمپيوټر ساينس پوهنځي د رئیس په توګه په دنده وګمارل شو.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

.