د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي رئيس پوهنوال نقيب الله ثاقب لنډه پېژندنه

 

پوهنوال نقيب الله ثاقب د خليل الرحمن زوى په ١٣٥٥ لمريز کال د لوګر ولايت ازرې ولسوالۍ د اکبرخېلو کلي په يوه دينداره کورنۍ زېږېدلى دى. لومړنۍ زده کړې يې د خپلې سيمې په ښوونځي کې پيل او په ١٣٧٣ لمريز کال د پېښور د اتحاد عالي لېسې څخه فارغ شو.

لسانس دوره يې د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سياسي علومو پوهنځي کې په ١٣٧٨ لمريز کال کې بشپړه کړه. دغه راز يې يوه ماستري د بشري سرچينو مديريت په څانګه کې او بله ماستري يې د حقوقو په برخه کې کړې ده.

په ١٣٩٣ لمريز کال کې يې د دوکتورا په کچه زده کړې د نړيوالو حقوقو او اړيکو په برخه کې بشپړې کړې او بله دوکتورا يې د ننګرهار پوهنتون شرعياتو پوهنځي د فقهې او قانون په څانګه کې جريان لري.

نوموړى په ١٣٧٨ لمريز کال د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په علمي کادر کې شامل شو، چې يادې نېټې راهيسې يې د اداري او ديپلوماسي څانګې د آمر، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي مرستيال، د نوموړې پوهنځي د رئيس، د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځي رياست سرپرست، د حقوقو پوهنځي د ماسترۍ برنامې آمر او د ياد پوهنځي د علمي مجلې (حق) د مسؤل مدير په توګه دندې ترسره کړې دي.

پوهنوال ثاقب په ١٣٩٠ لمريز کال د دويم ځل لپاره د حقوقو او سياسي علومو د رئيس په توګه وټاکل شو، چې تر دې دمه ياده دنده پرمخ وړي. 

 

اړيکې:

٠٧٧٥٥٥٠٠٠٥

٠٧۸۵۵۵۰۰۰۵

 nkhalilzoi@yahoo.com

  nsaqib2007@gmail.com

law@nu.edu.af