د انجنيري پوهنځي سرپرست رئيس پوهنيار محمد اجمل ستانکزي لنډه پېژندنه


پوهنيار محمد اجمل ستانکزي

پوهنیار محمد اجمل ستانکزی د حاجي محمد صادق زوی په ۱۳۵۷ لمريز کال د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د ککړک په سيمه کې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده کړې يې د لرې پښتونخوا په کرم ایجنسۍ صده کې پیل او په ۱۳۷٤ لمريز کال د سره رود ولسوالۍ اړوند د امرخېلو له عالي لېسې څخه په لومړۍ درجه فارغ شو.

د ۱۳۷۵ لمريز کال د کانکور ازموینې له لارې د ننګرهار پوهنتون انجینري پوهنځي ته بریالی او په ۱۳۸۰ لمريز کال کې د نوموړي پوهنځي له سیول څانګې څخه فارغ شو. په ۱۳۸۱ کال کې د ننګرهار پوهنتون انجینري پوهنځي په علمي کادر کې شامل شو. په ۲۰۰۹ زيږديز کال د ماسترۍ د یوه تحصیلي بورس له لارې د امریکا متحده ایالاتو د کالیفورنیا ایالت د ساندیاګو په پوهنتون کې د سیول په څانګه کې شامل او په ۲۰۱۱ کال  کې يې له نوموړي پوهنتون څخه د سیول انجینري په څانګه کې د ماسترۍ سند تر لاسه کړ.

ښاغلى ستانکزى په ۱۳۹۵/۴/۷ نېټه د ننګرهار پوهنتون رياست مقام په وړاندیز او د لوړو زده کړو د محترم وزارت په منظورۍ د انجنیري پوهنځي د مرستیال په توګه وټاکل شو.

نوموړى په ۱۳۹۶/۲/۲۸نېټه د ننګرهار پوهنتون د ریاست مقام په لزومدید د انجینري پوهنځي د سرپرست رئیس په توګه تعین او تر دې دمه د تدریس تر څنګ د پوهنځي د سرپرست رئیس په توګه دنده اجرا کوي.