د ژبو او ادبياتو پوهنځي رئيس پوهاند مسعود نېکبخت لنډه پېژندنه:

پوهاند مسعود نېکبخت

 

محترم پوهاند مسعود نېکبخت د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی په ۱۳۴۴ هـ ش کال په یوه دینداره  کورنۍ کې زيږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د هاشم خېلو لېسې څخه پيل او د هجرت پر مهال يې پاى ته ورسولې. له دولسم ټولګي څخه تر فراغت وروسته په (۱۹۸۵) میلادي کال د اسلام آباد په نړیوال پوهنتون (International Islamic University) کې  شامل او په  (۱۹۸۹) میلادي کال کې له نوموړي پوهنتون څخه په لومړۍ درجه فارغ شو.

نوموړي په اسلامي علومو کې په (۱۹۹۲) میلادي کال او په عربي علومو کې په (۱٩۹۵) میلادي کال کې دوه ماسترۍ ترلاسه کړې دي.

پوهاند نېکبخت له (۱۳۷۱) هـ ش کال څخه تر (١٣٧٧) کال پورې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د رئیس په توګه، په (۱۳۷۷) هـ ش کال کې د کرنې پوهنځي د رئیس په توګه دندې اجرا کړې دي. دغه راز يې د طب پوهنځي د مرستیال، د پوهنتون د علمي مجلې ( پوهې) د مسئول مدیر، د ازموینې کمېټې د مسئول، د تضمین کیفیت د اعتلاء مرکز د مسئول په توګه دندې اجرا کړې دي.

پوهاند نېکبخت ته د نوموړي د ښې سابقې او عالي خدمت له امله په ۱۳۹۴/۵/۲۵ نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د (۵۴) ګڼه فرمان په اساس د ملا مشک عالم مډال ورکړل شو.

نوموړى په ۱۳۹۵ لمریز کال د دويم ځل لپاره د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د رئیس په توګه مقرر شو چې تر دې مهاله ياده دنده په ښه توګه پر مخ وړي.