لنډه پيژنده

ببرک میاخېل  د حاجي میاعثمان زوی د ننګرهار ولایت په کامه کې پر ۱۳۵۱ هه کال زیږیدلی دی . لومړنۍ زده کړې یې د افغان سید جمال الدین په عالي لیسه کې په ۱۳۷۲هه کال بشپړې کړي دي .

په ۱۳۷۴ کال د ننګرهار پوهنتون په ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې شامل شوی چې پر ۱۳۷۹  کال ترې په لومړۍ درجه فارغ شوی دی.

په ۲۰۱۰ زیږدیز  کال يې د سويډن له کارلسټا‌‌‌‌‌‌ډ پوهنتون نه  دټولنیزو علومو په څیړنه کې  ماستري اخیستې ده دا مهال يې دوکتورا کورس ورک ( منهجي ) دوره  بشپړه کړې او د تیزس لیکلو په پړاو کې دی .

پر ۱۳۸۱ کال د پوهنتون په علمي کدر کې شامل شوی دی. له  ۱۳۸۱  کال نه تر ۱۳۹۰کال  پورې یې په ادبیاتو پوهنځي کې د تدریس چارې پر مخ وړي دي او دپوهنوال علمي رتبې ته رسیدلی دی .

  په دې دوران  کې پر درس او تدریس سربیره د بیلابیلو کميټو غړی پاتې شوی دی . له ۱۳۹۱ کال نه ۱۳۹۴ کال    پورې یې د ننګرهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي ریس په توګه دنده ترسره کړېده .

له ۱۳۹۴ له سنبلې نه را پدیخوا  دننګرهار پوهنتون دریس په توګه دنده پرمخبیايي.

علمي سفرونه :

پر ۲۰۱۰ کال دترکیې هیواد ته دماسترۍ دتیزس دڅیړنې په موخه دهغه هیواد استنبول ښار ته تللی  او شااو خوا  یوه میاشت هلته پاتې شوی دی .

پر ۲۰۱۱ کال د امریکا متحده ایالتونو ته په علمي سفر تللی چې د یونیمې میاشتې په اوږدو کې يې هلته بیلابیل پوهنتونونه لیدلي ، د هغوی له تجربو سره اشنا شوی او په بیلابیلوپوهنتونو کې یې دافغانستان دکلتور ادب او تحصیلي نظام په اړه کنفرنسونه وړاندې کړي دي .

۲۰۱۲ کال سعودي عربستان ته دحج دفریضې دادا کولو موخه تللی دی .

په ۲۰۱۲ کال دشا او خوایوې میاشتې لپاره متحده عرب اماراتو ته دیوې علمي ژورنالیستیکې برنامې لپاره ورغلی اودافغانستان  دژورنالیزم پوهنځیو لپاره یې  په کریکولم یا نصاب کار کړی دی  .

په ۲۰۱۳ کال دهندوستان حیدر اباد ښار ته ددوه اونیزې علمي برنامې لپاره په سفر تللی .

۲۰۱۴  کال ترکیې ته دیوې بلې علمي برنامې لپاره ورغلی  .

په ۲۰۱۵ کال جرمني او سویډن هیوادونو  ته ددوه اونیزعلمي پروګرام په موخه تللی دی.

په ۲۰۱۵ کال يې  دافریقا په الجزایر هیواد کې  دکیفیت دڅرنګوالي په یوه نړیوال کنفرنس کې ګډون کړی دی .

 د ژورنالیزم پوهنځي د ریاست په دوران کې يې د ژورنالیزم پوهنځي لپاره د امریکا  له  متحده ایالتونو سره یو پارټنر شیپ  کړی  چې د دریو کلونو په اوږدو کې  يی پراخه  لاسته راوړنې ولرلې.

ببرک میاخیل تر پنځلسو کلونو زیات  د افغانستان په ملي مطبوعاتو سربیره له نړیوالو مطبوعاتو سره لکه بي بي سي ، فرانس پرس  خبري اژانس ، ان بي سي تلویزون سره همکاري کړې او دژورنالیست په توګه  يې ور سره دنده تر سره کړې ده .

میاخیل  له بیلابیلو ادارو سره د ژورنالیزم د ټرینر یا روزونکي  په توګه هم پاتې شوی دی

.

په ژورنالیزم او ادبیاتو کې يې تر لسو زیات اثار لیکلي چې زیاتره یې چاپ شويدي.

چاپ اثار :

۱- عملي ژورنالیزم ( ژباړه)

۲- تود خبر او سوړ خبر( ژباړه )

۳- دژورنالیزم بنسټونه ( ژباړه )

۴- دخبریالۍ ارونه  ( ژباړه)

۵- دټولیزو اړیکو وسایل ( تالیف)

۶-  دمیراجان سیال ژوند اوفن  

۷- مالیدلي امریکا کې دي ښارونه

۸ـ  دهندوستان سفرنامه

۹ـ دترکیې سفر نامه

ناچاپ

شعري ټولګه

۱- دادبیاتو پوهنځي کتابښود

۲- دحمزه په غزونې کې دتلمیح ادبي صنعت

۳- دماسترۍ تیزس په  انګریزي ژبه

۴- په تیرو دریو لسیزو کې دپښتو شعر نوی والی

۵- لیکوالي دادبیاتو پوهنځي ددریم ټولګي لپاره تدریسي کتاب  پر یادو اثارو سربیره یې په ادبي ژورنالیستیکي او نورو ټولنیزو برخو کې لسګونه مقالې لیکلي چې په په بیلابیلو رسنیو کې چاپ شوي دي . 

 

 

پښتو
Image: 
Sub-title: 
دننګرهار پوهنتون درئیس پیژندنه
Position: 
1