محترم پوهاند داکتر ناصرخان کاموال د ښاغلي ملاجان ځوی د ننګرهار ولایت د کامی ولسوالي د سنګر سراي دکلی اوسیدني دی چی په کال ۱۳۴۷ل ل کي د کابل ښار په یوی علم پروره کورني کي دنیا ته سترګي وغړولي. نوموړی خپلي لومړني او منځني زده کړي د کابل په سید نورمحمد شاه میني ښوونځي کی پای ته رسولي او په ۱۳۶۵ کال کي د کابل د غازي عالي لیسی څخه فارغ شوی چی د همدی کال په اخر کي ننګرهار طب پوهنځي ته د کانکور ازمویني دلاري بریالي او په  ۱۳۷۳ کال کي په اعلي درجه فارغ شو وروسته د کدر ازمویني څخه په ۵/۷/۱۳۷۵ نیټه ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي دما شومانو د پیارمینت کی د استاد په توګه ومنل شو او خپلی دندي ته یی ادامه ورکړه. نوموړی په ۱۳۷۹ ل ل کال د لوړو زده کړو وزارت  او هلت نیټ موسسي په مالي لګښت پاکستان هیواد خیبر تیچینګ هسپتال ته د نوی زیږیدلی ماشومانوپه برخه کی د لوړو زده کړو لپاره واستول شو چی په راستنیدوسره سم د پوهنتون روغتون دنووزیږیدلو ماشومانو څانګه فعاله کړه. استاد په۱۳۸۳ کال کي دپوهنتون روغتون د سرطبیب په توګه وګمارل شوچی اوس هم په همدي دنده بوخت دی او بیا د Hospital Management لنډ کورس یي د پاکستان په پیښورښارProvincial health Crevice Academy  کی سرته ورساو همدارنګه استاد په ۱۳۸۴ کال کي د لوړو زده کړو لخوا د نوي زیږیدلی ماشومانو په برخه کي د تریننګ په موخه امریکا ته واستول شو چي د دوه میاشتو د تیرولو وروسته خپل هیواد ته راستون شو. پوهاند داکترناصرخان د لوړو زده کړو وزارت په ۲۹/۱۰/۱۳۸۷ (۳۹۶۷) ګڼه حکم په اساس د ننګرهار د طب پوهنځي دماشومانو د دیپارتمینت د امر په توګه ټاکل شوي.استاد په ۱۳۸۸کال کي دماشومانو Echocardiography دزدکړی په موخه دلوړو زده کړو وزارت لخوا د DAAD په مالي لګښت جرمني هیواد ولیږدول شوچی د بیرته راستنیدو څخه ژر وروسته یي په پوهنتون روغتون کي   Echocardiography څانګه پرانیستله.

استاد په کال ۲۰۱۲ میلادي کي د لوړو زده کړو زارت لخو چاپان هیواد ته Medical Education  په موخه واستول شو چی دراستنیدو ژر وروسته یي ننګرهارطب پوهنځي کي Medical Education  یو کمیته جوړه کړه ترڅو دیپارتمنت دجوړیدو لپاره کار وکړی. 

Vice Chancellor

V.C in Academic Affairs

vice.chancellor@nu.edu.af