پــــوهندوی کریم الله بيدار

ښوونې او روزنې پـوهنځی

جغــــرافیې څــــــــــانګه

تقريظ ورکوونکي: پوهنوال عزت الله او پوهندوی محمد عيسی، د ښوونې او روزنې پوهنځي استادان

په افغانستان کې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبه

 او راتلونکې اندېښنې

لنډيز

 اوبه د ژونديو موجوداتو لپاره حیاتي ارزښت لري؛ په تېره بیا د خوراک او څښاک اوبه، خو زموږ په سیاره کې ډېره کمه سلنه جوړوي، یوه برخه یې د ځمکې تر سطحې لاندې ده، چې د ښکته کېدو او کمېدو مخه يې باید ونيول شي او د تغذيې ساحه یې خوندي وساتل شي.

په دغه څېړنه کې مو تر ډېره بریده دا په اثبات رسولې، چې د افغانستان د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو کچه د ټېټېدو په حال کې ده؛ باید د مخنیوي لپاره يې لازم تدابېر وکارول شي.

سریزه

اوبه نه یوازې دا چې د ژوندیو موجوداتو د ژوندانه مهم عنصـر ګڼل کېږي، بلکې په ودانيزو چاور، سرک جوړونې، بريښنا بندونو، د کرنيزو ځمکو په خړوبولو، صنعتي فابریکو او نورو بشري تاسيساتو کې هم ورڅخه کار اخيستل کېږي.(۷: ۶۳).

د ځمکې پر مخ د ټولو اوبو۹۷،۲ سلنه په سمندرونو کې دي او پاتې ۲،۸ سلنه يې د بړاس په څېر په دوران کې ونډه اخلي. د بړاس شویو اوبو ۲،۱‍۵ سلنه بیا د قطبینو په یخو سیمو او دایمي یخچالونو کې زېرمه کېږي او پاتې ۰،۶۲ سلنه يې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبه جوړوي، چې د اوبو په دوران کې برخه اخلي او ۰،۰۳ سلنه بړاس کېدونکې اوبه په ویالو، خاورو، د تازه اوبو جهيلونو، منحلوجهيلونو او د وچو په منځ بحيرو کې ځای لري.(۱۰: ۸۰).

ستونزه داده چې هغه کمې، خوږې او د څښاک وړ اوبه هم، چې له ټولو اوبو څخه یوازې ۰،۶۲ سلنه جوړوي، په سمه او لازمه توګه نه کارول کېږي او له امله يې د څاه ګانو د اوبو سطحه ورځ تربلې ښکته کېږي. له همدې امله ښايي، په ټوله نړۍ او بیا په افغانستان کې د څښلو د پاکو اوخوږو اوبو د کمښت ناورین رامنځته شي.

مو خې

۱ـ تر څو د افغانستان تر ځمکنۍ سطحې لاندې اوبو پر وضعیت پوه شو.

۲ـ دا چې په افغانستان کې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبه د پخوا په پرتله په کومه کچه دي؟

۳ـ کومې چارې ترسره کړو، چې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبه کمې او کچه يې ښکته نه شي؟

 

 

د څېړنې پوښتنې

۱ـ  په افغانستان  کې د ځمکې تر سطحې لاندې د اوبو سطحه تېر ته په کتو په کوم حالت کې ده؟

۲ـ څنګه کولی شو د افغانستان تر ځمکنۍ سطحې لاندې اوبه له کمېدو او ټېټېدو وژغورو؟

کړنلاره

دغه مقاله یوه کتابتوني څېړنه ده، چې معلومات یې له بېلابېلو سرچېنو؛ لکه: له کتابونو، مجلو، ژورنالونو...او نورو راټول، تحلیل او تجزیه شوي او یوه لنډه، مناسبه پایله او مناقشه پرې لیکل شوې ده. لیکنه د څېړنې د تګلارې له مخې یوه کاروړونکې( Applied ) څېړنه ده، چې استکشافي موخه لري.

د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو پېژندنه اومنځ‌ته راتګ

کله چې اورښت وشي؛ نو له درېيو برخو یې یوه بېرته اتموسفیر ته بړاس کوي، یوه سمندرونو ته ځي او پاتې یوه برخه يې د ځمکې په پوستکي کې ورننوځي، تر څو د ډبرو په درزونو او سوریو کې ځای ونیـسي، چې همدې برخې ته یې د ځمکې تر سطحې لاندې او به یا Under ground water وایي.(۱۰: ۲۲۴).

هغه اوبه چې د ځمکې دننه نفوذ کوي یوه اندازه يې د یوې نازکې غشا په بڼه د خاورو په درزونو، یوه برخه يې د تېږو د سوریو په منځ (په ځانګړي ډول د کوچنیو تېږو په تشو کې) د (confined) او اویزان (Suspended)  په توګه ساتل کېږي. ددې اوبو زیاته برخه په قابل نفوذ (Permeable) ساحه کې خپل نزولي حرکت ته تر غېر‌قابل نفوذ (Impervious) ساحې پورې دوام ورکوي؛ دا چې د غیر‌قابل نفوذ ساحه د اوبو د نزولي حرکت خنډ کېږي؛ نو یادې اوبه د همدې پوړ د پاسه ټولېږي او د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو زېرمې جوړوي.(۲:۵۳).

د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو د منځ‌ته راتګ په اړه قرانکریم داسې فرمايي: ((  الم تران الله انزل من السماء ماء فسلکه ینابیع فی الارض)) (الزمر۲۱)  ژباړه : ایا ته نه وینې چې، له شک پرته الله تعالی اوبه له اسمانه نازلې کړې او په ځمکه کې (یې) ننویستلې دي؟ (۱:۸).

د ځمکې تر سطحې لاندې اوبه بېلابېلې سرچينې او د خاورو د لنده‌بل زېرمې تر خپل چتر لاندې راولي؛ ممکن په لاندې توګه منځته راشي؛

۱ـ د ځمکې په سوریو کې د سیده نفوذ له لارې(Infiltration)؛

۲ـ د اب و هوا د بړاس او تقطیر د پدیدو له لارې(Condensation)؛

۳ـ د مګما یا د نفوذي موادو د سړېدو له امله (Juvenile water)؛

۴ـ فسیل اوبه (Fossil water).(۸: ۲۶۵ــ ۲۶۶)

د ځمکې تر سطحې لاندې اوبه او ډولونه يې

اورښتونه یوازې د روانو اوبو د تولید لامل نه، بلکې یوه اندازه یې د بړاس د عمل په وسیله هم بېرته فضا ته صعود کوي، د اورښت  یوازې ۱۵ سلنه يې په خاورو او رسوبي ډبرو کې جذبېږي او د ځمکې تر سطحې لاندې اوبه جوړوي. هغه ساحه چې په نړیواله کچه تر ځمکې لاندې اوبو نېولې ده، ۱۳۰ ملیونه کېلومتره مربع ښودل شوې ده. د ځمکې تر سطحې لاندې اوبه په ټوليزه توګه په هغو ځایونو کې موجودې وي، چې پاسني پوړونه يې له رسوبي ډبرو جوړ شوي وي.(۶: ۱۲۶).

لکه چې وړاندې روښانه شوه د اورښت یوه برخه د ځمکې په پوټکي کې د سوریو، درزونو او تېږو تر‌منځ د تشو له لیارې د ځمکې تر پوټکي دننه نفوذ کوي، همدا نفوذ کوونکې اوبه د ځمکې تر سطحې په لاندې اوبو بېلابېلې بڼې جوړوي.

ترځمکې لاندې اوبه د جنیتیک له پلوه په درېیو ډولونو وېشل کېږي؛

۱ـ اتموسفیري اوبه: تر ځمکې لاندې د اوبو زیاته برخه د اتموسفیري فعالیتونو (باران، واورې) اوبه دي.

۲ـ ریلیکتي یا ښخې شوې اوبه: دا ډول اوبه د رسوبي ډبرو په سوریو کې هغه مهال ننوتې وې، چې د سمندرونو په تل کې پرتې وې. په دې ډول اوبو کې حل شوې مالګې هم برخه لري.

۳ـ یوونیل يا مګماتیکي اوبه: دا ډول اوبه په زیاترو ژورو کې له مګماتیکي ډبرو منځ‌ته راځي، کله چې مګما په کرستلي ډول اوړي، مګماتیکي ډبرې جوړېږي. ددې ډول اوبو زیاته برخه ور څېرمه ډبرو پورې نښلي.(۴:۳۴)

د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو ارزښت

د ځمکې تر سطحې لاندې اوبه د انساني ټولنو په روزمره ژوند کې زیات ارزښت لري، په زیاتره ځایونو او په تېره بیا هغو سيمو کې چې د کلني اورښت اندازه يې کمه او د ځمکې پر سطحه يې روانې اوبه کمې وي، حیاتي ارزښت لري.(۲:۵۳).

په افغانستان کې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو حوزې

افغانستان د وچ او نيمه‌وچ اقلیم لرونکی هېواد دی، یانې ژمی يې یخ او باراني او اوړی يې ګرم او وچ دی، د اورښت منځنۍ اندازه يې په یوکال کې۲۵۰ملي متره ښودل شوې، چې له یوې سيمې تر بلې د بدلون په حال کې ده.(۹: ۱۰۹). د افغانستان د روانو اوبو له منځه ۱۱سلنه د هند حوزې، ۷۹ سلنه د هېواد د پولو په دننه کې شته هامونونو او ولاړو اوبو ته ورتوييږي او پاتې۱۰سلنه يې د ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو په خاوره کې بهېږي.(۵:۵).

په افغانستان کې تر ځمکې سطحې لاندې اوبه ددې هېواد توپوګرافیکي جوړښت ته په کتو سره په لاندې حوزو وېشو؛

۱ـ د افغانستان ټولې غرنۍ لمنې، چې له ۱۰۰۰ ـ ۲۵۰۰ مترو پورې لوړوالی لري او د درو او غرونو د موضوعي رسوباتو له امله د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو د منځ‌ته راتګ لامل ګرځي، چې مجراوې يې درو او اوارو سيمو ته خلاصېږي، د چېنو او کارېزونو په بڼه ترې ګټه اخېستل کېږي.

۲ـ د کابل سيند حوزه (لوګر، غوربنداو پنجشیر)؛

۳ـ د امو حوزه(خان آباد، کندز، کوکچه ، بلخاب او قیصار)؛

۴ـ د مرغاب او هريرود حوزه؛

۵ـ د فراه رود، سېستان او هلمند هامون حوزه.

۱ـ د غرنیو لمنو د ځمکې تر سطحې لاندې اوبه

د افغانستان د ټولو غرونو په غرنیو لمنو کې ګاټکي او شګن رسوبات او کوچني شګن جغل د جاذبې عمل په وسیله له لوړو څخه ښکته لمنو ته رارغړي. د تېږو رغړیدل ډېر کلونه وروسته د غرونو په لمنو کې رسوبي ډبرې په مختلفو پندوالو سره جوړوي. ښايي د زرګونه کلونو په تېرېدو سره دا رسوبات د غرونو په لمنو کې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو د زېرمو زمینه جوړه کړي، ددې موضوع غوره بېلګه د کابل او کوهدامن په حوزه کې کتلی شو؛ ځکه د کابل په حوزه، په ځانګړې توګه د ارغندي په لمنو او د پغمان د غره په شرقي لمنو کې ګڼې چينې او کاریزونه شتون لري، چې د غرونو له لمنو څخه د همدې ډول رسوبي پوړونو لاندې د قرغې، فاضل‌بیک، پغمان کلیو، ارغندي، چاردهي او د قلعه قاضي په تګ لوري منځ‌ته راځي. ددې سیمې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو غټه چينه د جنغور سیمې کې ده، پر دې سربېره په یاده سیمه کې له ۳۰ څخه زیاتې کوچنۍ او لویې چينې شتون لري، چې ددې سیمې سرسبزۍ او اوبه‌خور کې ترې ګته اخېستل کېږي.

۲ـ د کابل سیند حوزه( لوګر، غوربند او پنجشیر)

د غرنیو لمنو پر چینو سربېره د کابل په حوزه کې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبه د اوږدو کارېزونو په بڼه پغمان ته نژدې د چهل تن په سیمه کې په پراخه اندازه او زیات حجم سره موجودې دي، ددې ساحې پراختیا د خواجه مسافر له اوارو څخه تر بادام تپې پورې ده. په دې ساحه کې د ځمکې ډبرې په پراخه اندازه په ۱۰۰ متره ژوروالي کې شته، چې د اهکي مغارو د موجودیت له امله په پراخه اندازه اوبه پکې ټولې شوې دي.

د کابل په لوېديځ، د قرغۍ غره په لمنو کې دخواجه جمعه تپې ته نژدې ګڼ شمېر کارېزونه وجود لري، په قلعه ملک او هغه ته نږدې سيمو کې نور غټ کارېزونه شته، چې له اوبو يې ددې سیمې په زرغونتیا او د باغونو اوبه‌خور کې ګټه اخلي. همدا رنګه د پغمان سرک پر غاړه  په دېوان بېکي قلعه کې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو د فشار په اثر یو کوچنی ډنډ جوړ شوی، چې وروسته بیا د یو کوچني نهر په بڼه بهېږي او په اوبه‌خور کې کارول کېږي.

د کابل په حوزه کې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبه  له ارغندي تر پغمان او له هغه ځایه بیا تر پل هارتل او ګذرګاه او له دارالامان بیا تر قرغې او علي‌اباد غره پورې د کابل تر ځمکې لاندې د اوبو تر ټولو بډایه سیمه ده؛ خو له هارتل پل څخه تر څرخي پله پورې د کابل دویمه د ځمکې لاندې اوبو حوزه شتون لري، چې د کابل سيند، للندر او د لوګر د حشمت خان جهیل په ګډون ددې سيمې تر ځمکې لاندې د اوبو د زیاتوالي لامل ګرځي؛ البته د کابل په ځينو سيمو؛ لکه: خیرخانه، خواجه ملا، د میر واعظ چمن او چهلستون کې د اهک، ګچو او آن د ميتان ګاز د شتون له امله د ځمکې لاندې اوبو کیفیت ناسم دی.

همدا رنګه په لغمان، د ننګرهار شينوارو، چپرهار، خوګیاڼو، اچین،  نازیانو، حصارک، د تورخم لارې په اوږدو کې، بټي کوټ او مارکوه‌سیمو کې د څاه ګانو او کاریزونو موجودیت د ځمکې لاندې اوبو په موجودیت باندې دلالت کوي. د جلال آباد ښار په مختلفو ناحیو کې هم څه د باغونو او ځمکو په خړوبولو او څښاک کې له ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه اخلي چې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو شتون ښيي.  

۳ـ د آموحوزه (خان آباد، کندز، کوکچه، بلخآب او قیصار)

د هندوکش شمالي لمنو، د سالنګونو او د اندراب درو غاړو د ځمکې لاندې اوبو د زېرمه کولو مناسبه زمینه جوړه کړې ده. د هندوکش په درو کې ډېرې ماتې او درزونه شته، چې له غرونو او لمنو څخه پکې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبه د درو په منځ کې دځړوبو او چېنو په بڼه بهیږي.

د هندوکش په شمالي برخو په تېره بیا په اوارو ځمکو کې يې؛ لکه: د تالقانو څخه تر مزار شریف او د خم‌آب د آمو په لمنو کې د صحرايي ریګو، د روانو اوبو او سیمه‌ییزو بادونو د لګېدو له امله، د شګو او خاورو رسوبات د ځمکې لاندې اوبو د ذخېرو او ساتنې ځایونه جوړوي، چې له ۵۰ څخه آن تر۱۰۰ مترو پنډوالی لري او د نفوذي طبقې لاندې منځ‌ته راغلي دي؛ له همدې امله ګڼې څاه ګانې او چينې او زیات کاريزونه د منرالي او عادي اوبو په توګه د هېواد په شمالي برخو کې منځ‌ته راځي.

۴ـ د هریرود او مرغاب حوزه

د هریرود او مرغاب په حوزه کې کاریزونه او چېنې په غرنیو لمنو کې لیدل کېږي. د دغو درو په ګاونډ کې زیاتې چينې د غرونو له منځه د باندې راوتلي؛ د سبزک او کرخ څخه تر اسلام قلعه او د هرات تر مالګینو ساحو پورې د رسوبي طبقو، اوارو ځمکو موجودیت او د نفوذ وړ خاورو د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو د ساتلو ښه زمینه برابره کړې ده؛ له همدې امله په هره قريه، د کاروان لارو او ترانسپورتي سرکونو په څنډو کې زیاتې څاه‌ګانې او ګڼې چينې شتون لري.

باید څرګنده شي چې د هرات مالګينې اوبه، د غزني د ولاړو اوبو په ګډون، د ګودزره او سېستان جهېلونو او د همالیا او هندوکش غرونو تر منځ‌ته راتګ وروسته راغلي دي. چې د اورښت په موسم کې يې اوبه د ځمکې تر سطحې راجګېږي او په وچو موسمونو کې د ځمکې لاندې زېرمو څخه، چې رسوبي ډبرې په پراخه پيمانه لري، تغذیه کېږي.

۵ـ د هلمند هامون، سېستان او فراه رود حوزه

دغه حوزه د کندهار له جنوبه تر چمن او سپین بولدک، دلورا سيند څخه تر ګودزره جهیل او جعلي رباط، او له توبه دشتې څخه تر سېستان، هامون او فراه پورې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو پراخې ساحې جوړوي، دغه اوبه مالګین خوند لري او په ترکيب کې يې بېلابېلې مالګې شته چې د سیندونو اوبو سره زیات ورته والی لري. په دغو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو له امله له ۱۰ــ ۱۵ مترو ژوروالي په اندازه څاه‌‌ګانې کېندل شوي دي.(۸: ۲۷۰ــ ۲۷۲).

په افغانستان کې له ځمکې لاندې اوبو ګټه اخېستنه

د افغانستان کرنيز‌اقتصاد ته په پام سره زیاتره ځمکې د ځمکې تر سطحې لاندې او سطحي اوبو په وسيله خړوبېږي. لاندې (۱جدول ) د افغانستان د پنځو اوبو اخېستلو حوزو، د ځمکې لاندې اوبو تخمیني اندازه او په یوکال کې يې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو څخه د ګټې اخېستنې اندازه ښيي.

(۱.جدول): په افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبه او ترې د ګټې اخيستنې اندازه راښيي.

لکه چې په (۱. جدول ) کې لېدل کېږي په هېواد کې زیاتره کرنیزې ځمکې د سیندونو او ویالو په وسیله خړوبېږي، په دې معنی چې ۸۴،۶  سلنه کرنېزې ځمکې د سطحي اوبو او یوازې ۱۵،۴ سلنه د ځمکې لاندې اوبو په وسيله خړوبېږي. د ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه اخېستنه زیاتره د کارېزونو او چېنو په بڼه وي او په لږه اندازه د څاه‌ګانو څخه په کرنېزو چارو کې ګټه اخېستل کېږي. په ټوله کې د ځمکې لاندې اوبو رول په ځينو ولایتونو؛ لکه: فراه، غزني، هلمند، کابل، کندهار، ارزګان او زابل کې زیات دی.

د افغانستان د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو اوسنی حالت

د تکنالوژۍ په منځ‌ته راتګ سره د کوهیانو د لاسي کېندنو پر‌ځای برمه يي کېندنې او د اوبو رایستلو دودیزو طریقو؛ لکه (ارهټ ...اوداسې نور.) تر څنګ  له واټر‌پمپونو ګټه اخېستنه شروع او د اوبو د لګښت کچه د پخوا هغې په پرتله څو وارې زیاته شوه؛ پر دې سربېره د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو د تغذيې ساحه، چې په ټوله کې د ځمکې د مخ کرنیزې ځمکې، د غرونو لمنې، دښتې، د غرونو په سرونو تل همېشنۍ واورې او له اوبو ډکې روانې ویالې ګڼل کېږي، چې د هرې ورځې په تېرېدو له بېلا بېلو ګواښونو سره د مخ کېدو په حال کې دي؛ د بېلګې په توګه: ګورو چې هر وخت د زورواکو او د ځمکو د غاصبینو له خوا زرګونه جریبه شاړې ځمکې او د غرونو لمنې غصب او پر ځای يې د پلان پرته ښار‌ګوټي او کورونه جوړېږي، یعنې د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې سيمې پخپله په خپل لاس له منځه وړي. له بلې خوا کتل کېږي چې هره ورځ د هېواد په زرګونو او لکونو کرنيزې ځمکې، باغونه، پارکونه او شنې سیمې هم د استوګنې په کورونو بدلېږي، چې دا چارې هم د ځمکې لاندې اوبو د تغذيې په کموالي کې ستره ونډه لري.( ۳ :۳۶ـ ۳۸). ددې موضوع د اثبات په موخه په کابل ښار کې د یوې ساحوي څېړنې پایله را اخلو، چې په نژدې تېر مهال کې د همدې موخې په پار ترسره شوې ده.

د کابل په ښار کې ساحوي څېړنه

د هېواد په ځينو سيمو کې د پرله پسې وچکالیو له امله د ځمکې سطحې لاندې اوبو کموالی په یوه فاجعه او ناورین بدل شوی دی. د کابل په حوزه کې هم وچکالۍ ناوړه اغېزې پرېښې دي، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې اقلیمي بدلونونه د ځمکې لاندې اوبو په سطحه کې د ۲۰۰۰ م کا ل د جون میاشتې څخه تر د ۲۰۰۱م کال مۍ میاشتې پورې په لاندې توګه وو:

په ۲۰۰۰میلادي کال کې د کابل  په ښار کې د ځمکې سطحې لاندې اوبو ښکته کېدل داسې ښیي؛

 جون کې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو نسبت د (منفي ۳۶) سانتي مترو په اندازه.

جولای کې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو نسبت د (منفي ۳) سانتي مترو په اندازه.

اګست کې د ځمکې  تر سطحې لاندې اوبو نسبت د (منفي ۲۲) سانتي مترو په اندازه.

سپتمبر کې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو نسبت د (منفي ۲۲) سانتي مترو په اندازه.

اکتوبر کې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو نسبت د (منفي ۱۸) سانتي مترو په اندازه.

نومبر کې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو نسبت د (منفي ۵) سانتي مترو په اندازه.

په ټوله کې په ۲۰۰۰ ام میلادي کال کې ۱۰۶ سانتي متره د ځمکې تر سطحې لاندې اوبه ښکته شوې وې.

په ۲۰۰۱ م کال د کابل  په ښار کې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو نسبت په لاندې توګه  ښيي؛

دسمبر کې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو راپورته کېدل د ۱۱ سانتي مترو په اندازه.

جنوري کې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو راپورته کېدل د ۲۸ سانتي مترو په اندازه.

فبروري کې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو راپورته کېدل د ۲۰ سانتي مترو په اندازه.

مارچ کې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو ښکته کېدل د منفي ۲سانتي مترو په اندازه.

اپریل کې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو ښکته کېدل د منفي ۲سانتي متروپه اندازه.

می کې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو ښکته کېدل د منفي ۲۰سانتي مترو په اندازه.

د دولسو میاشتو په موده کې چې دقیقه څېړنه شوې د ژمي په موسم کې دڅاه‌ګانو په اوبو کې مثبت ۵۹ سانتي متره لوړې او د۱۳۰ سانتي مترو په اندازه يې د څاه‌ګانو اوبه ټيټې شوې دي. دا تفاوت ښيي چې له ۲۰۰۰ م کال د جون له میاشتې تر د ۲۰۰۱ کال د مۍ میاشت پورې د کابل د څاه‌ګانو اوبه تر۷۱ سانتي مترو پورې ښکته شوي.

د وروستیو کلونو پر وچکالۍ سربېره هغه لاملونه چې مخکې مو ورته اشاره وکړه یعنې د ځمکې پرمخ د ځمکې لاندې اوبو د زېرمو د تغذيې سیمو له منځه تلل ددې لامل شوی چې یاده چاره رامنځ‌ته کړي.

د ځینو عیني شاهدانو له مخې د کابل په هغو سيمو کې چې څاه کېندونکو په دوه مترو کې د څاه کېندنه بس کوله، نن ورځ یې برمه يي کېندنې په ۱۲ او ۱۳ مترو کې هم اوبه نه ورکوي. ددې ستر لامل دادی چې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبه ډېر  په تدریج او ورو ـ ورو د ځمکې له مخ څخه تغذیه کېږي؛ خو د راويستلو چارې يې نن ورځ د تکنالوژۍ په مرسته خورا ګړندۍ دي، همدغه نا انډوله توازن ورځ په ورځ د ځمکې لاندې د اوبو زېرمې له ستر خطر سره مخ کوي. همدا اوس د نړۍ په ډېرو پرمختللو ښارونو؛ لکه: لندن کې، د ځمکې لاندې اوبو په کارونې ډېر سخت بندیز لګېدلی دی؛ تر دې چې هېڅوک نه شي کولی د خپلو کورونو د باغچو لپاره له ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه واخلي.( ۳: ۳۶ـ ۳۸)

پایله

د افغانستان ځمکنی جوړښت چې د لوړو او ژورو درلودونکی دی په ځمکه کې يې د اوبو د نفوذ لپاره ښې شونتیاوې برابرې شوې دي، ددې شرایطو  په لرلو سره په افغانستان کې له ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه اخېستنه ډېره مخينه لري.

د افغانستان زیاتره هغه دښتې چې اوبه پرې تېرېږي، په تېره هغه چې د هندوکش، بابا غر، سپین غر او داسې نورو د لمنو په اخر کې واقع وي، د ځمکې لاندې اوبو ښو زېرمو لرونکې دي، دغو اوبو د کرنیزو چارو او څښلو لپاره مهمه برخه  تامین کړې ده.

د اقلیمي شرایطو له بدلون سره سم د ځمکې لاندې اوبو په زېرمو کې هم د پام وړ بدلون راځي؛ د بېلګې په توګه د کابل د آر اوسېدونکو په حواله یو مهال د کابل په ښار کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه دومره لوړه وه، چې د ژمې او پسرلي په موسمونو کې به خلکو له خپلو کوهیانو او څاه‌ګانو په لاس یا لپه کې اوبه راپورته کولې؛ خو د وخت په تېرېدو ورو ـ ورو د اوبو سطحه ټيټه شوه او بیا به خلکو د ربړي پړیو په وسیله په ربړي ډولچو کې را ایستلې.

 له یوې خوا د تکنالوژۍ په منځ‌ته راتلو سره د ځمکې سطحې لاندې اوبو څخه ګټنه د پخوا په پرتله څو ځلې زیاته شوې ده او له بلې خوا د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې ساحې هم ورځ تر بلې کمیږي. پر دې سربېره د وروستیو کلونو وچکالي هم ددې لامل شوې چې په هېواد کې د ځمکې سطحې لاندې اوبو کچه کمه او ښکته کړي.

د پورته یادو شویو لاملونو له امله حتمي ده، چې د هېواد د ځمکې لاندې اوبو سطحه ورځ په ورځ مخ ښکته شي او د ګټې اخېستنې شرایط محدود او ټکني کړي، چې په کابل ښار کې همدا اوس هم د څښلو پاکې اوبه د کمښت په حال کې دي او د ځمکې لاندې اوبو سطحه وخت په وخت ښکته کېږي، ددې موضوع اثبات لپاره د کابل ښار ساحوي څېړنې پایله دا ښيي چې له ۲۰۰۰ م کال له جون میاشتې تر۲۰۰۱ مۍ پورې د کابل د څاه‌ګانو اوبه تر۷۱ سانتي مترو پورې ښکته شوې دي.

 

مناقشه

که څه هم د هېواد ۸۴،۶ سلنه کرنیزې ځمکې د سيندونو په وسیله خړوبېږي، خو په ۱۵،۴ سلنه کرنیزو ځمکو کې بیا د ځمکې سطحې لاندې اوبو څخه د خړوبولو په چارو کې کار اخلي؛ خو دا کړنې  اوسمهال نورې هم د تکنالوژۍ د پرمختګ  یعنې د واټر‌پمپونو د منځ‌ته راتګ له امله چټکې شوې دي، چې دا چاره پخپله د ځمکې سطحې لاندې اوبو په کمولو او د سطحې په ټيټولو کې رول لري. 

له بلې خوا څرنګه چې د اقلیمي شرایطو له بدلون سره سم د ځمکې لاندې اوبو په زېرمو کې هم د پام وړ بدلون راځي، یعنې کمېږي او سطحه يې ټيټېږي، د بېلګې په توګه یو مهال د کابل په ښار کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه دومره لوړه وه چې د ژمي او پسرلي په موسمونو کې به خلکو له خپلو کوهیانو او څاه‌ګانو په لاس یا لپه کې اوبه راپورته کولې، خو د وخت په تېرېدو ورو ـ ورو د اوبو سطحه ټيټه شوه او د ټيټېدو په حال کې ده.

په همدې توګه د تکنالوژۍ په منځ‌ته راتګ سره د اوبو د لګښت کچه د پخوا هغې په پرتله څو وارې زیاته شوه، چې زیاتره فشار يې بیا په افغانستان کې پر ځمکې سطحې لاندې اوبو دی؛ ورسره سم د ځمکې سطحې لاندې اوبو په سطحه کې ټيټوالی او د اوبو کمښت هم راځي.

پر پورته یادو شوو لاملونو سربېره د ځمکې لاندې اوبو د تغذيې سرچينې، چې د ځمکې د مخ کرنیزې ځمکې، د غرونولمنې، دښتې، د غرونو په سرونو همېشنۍ واورې، له اوبو ډکې روانې ویالې ګڼل کېږي؛ د هرې ورځې په تېرېدو له بېلا بېلو ګواښونو سره مخ دي، د بېلګې په توګه ګورو چې د زورواکو او د ځمکو د غاصبینو له خوا زرګونه جریبه شاړې ځمکې او د غرونو لمنې غصب او پرځای يې له پلان پرته ښارګوټي او کورونه  جوړېږي، یعنې د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې سيمې ورځ تر بلې کمېږي. له بلې خوا کرنيزې ځمکې، باغونه، پارکونه او شنې سیمې هم د استوګنې په کورونو بدلېږي، چې دا چارې هم د ځمکې لاندې اوبو د تغذيې په کموالي کې ستره ونډه لري.

د پورته یادو شوو لاملونو له امله  ښايي چې د هېواد د ځمکې لاندې اوبو سطحه ورځ په ورځ مخ ښکته شي او د ګټې اخېستنې شرایط محدود او ټکني کړي؛ چې په کابل ښار کې همدا اوس هم د څښلو پاکې اوبه د کمښت په حال کې دي او د ځمکې لاندې اوبو سطحه وخت په وخت ښکته کېږي، چې دا حالت په ټوله کې د سختې اندېښنې وړ دی.

د موضوع د اثبات په موخه  که په کابل ښار کې د یوې ساحوي څېړنې پایله ګورو، کتل کېږي چې د دولسو میاشتو په موده کې چې دقیقه څېړنه شوې د ژمي په موسم کې د څاه‌ګانو په اوبو کې مثبت ۵۹ سانتي متره لوړې او د ۱۳۰ سانتي مترو په اندازه يې د څاه‌ګانو اوبه ټيټې شوې دي. دا تفاوت ښيي چې له ۲۰۰۰ م کال د جون له میاشتې تر ۲۰۰۱ مۍ میاشت پورې د کابل د څاه‌ګانو اوبه تر۷۱ سانتي مترو پورې ښکته شوې دي.

د وروستیو کلونو پر وچکالۍ سربېره هغه لاملونه چې مخکې مو ورته اشاره وکړه، یعنې د ځمکې پرمخ د ځمکې لاندې اوبو د زېرمو د تغذيې سیمو له منځه تلل ددې لامل شوي، چې په افغانستان کې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو په سطحه کې د ټېټوالي ترڅنګ کمښت هم رامنځ‌ته کړي او داحالت د اندېښنې وړ دی، چې  باید مخه يې ونېول شي او د حالت د قابو کولو لارې چارې ولټول شي.

 

وړاندیزونه

۱ـ د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو څخه باید په مسلکي توګه او د اړتیا سره سم، یعنې یوازې د اوبه خور په توګه ګټه واخېستل شي.

۲­­­ـ د هېواد په کچه باید د کرنیزو ځمکو په خړوبولو کې د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو څخه ګټه اخېستنه په تدريجي توګه لومړی کمه او بالاخره دا چاره په ټپه ودريږي، بدیلې لارې چارې يې پیداشي.

۳ـ د ځمکې تر سطحې لاندې اوبو د تغذیې سرچينې چې ډاګونه، د ځمکې د مخ کرنیزې ځمکې، د‌ غرونو‌لمنې، دښتې، د غرونو په سرونو همېشنۍ واورې او د اوبو ډکې روانې ویالې ګڼل کېږي، باید په خوندي ساتلو کې يې جدي پاملرنه وشي او د له‌منځه تللو او بې سره او خپل سرو تصرفاتو مخنیوی يې وشي.

ماخذونه

۱ـ الشیخ الحسیني، عبدالفتاح. (۱۳۷۵). په اسلام کې اوبه اوروغتیا.ژباړن : شمس الله ، کمالزاده. د افغانستان لپاره نړیواله روغتیايي اداره.

۲ـ روفي، فضل مولا.(۱۳۸۳).جیولوژي عمومي (جلد اول) قوای خارجی زمین. سازمان مطالعه و تدوین کتب علوم انسانی دانشګاهها(سمت).

۳ـ زهیر، ستانه میر. (۱۳۹۱) . په هېوادکې دځمکې لاندې اوبوزېرمې.ماهنامه حقوق بشر. شماره چهارم . م م. ۳۵ــ۳۸.

۴ـ زهیر، ستانه میراورشاد ، شیرشاه .(۱۳۸۴). په افغانستان کې دمنرالي اوبوچينې .پېښور: دانش خپرندویې ټولنې تخنیکي څانګه .

۵ـ عارض ، غلام جیلاني . (۱۳۸۳). دافغانستان سیندونه .ژباړن : رازقي نړیوال..پېښور .الازهر خپرندویه  موسسه.

۶ـ عارض ، غلام جیلاني .(۱۳۵۹) . جغرافیای فزیکی.کابل : پوهنتون کابل

۷ـ عزت الله اوکریم الله .(۱۳۹۰). فعالیت تخریبي دریاها،پوهه ، ګڼه ۳۸،مخ ۶۳.

۸ـ عظیمي ، محمد عظیم .(۱۳۹۰). درآمدی برجغرافیای طبیعی افغانستان. کابل : انتشارات امیری.

۹ـ نصرتي ، رفیع الله . (۱۳۹۳). بررسی عوامل تاثیرګذار بربارندګی افغانستان ، طبیعت، ګڼه ۳۱، مخ ۱۰۹.

۱۰ _ Mian, Muhammad Anwar.(     ) . Modern Physical Geography. Lahore: White Rose Publishers & Book Sellers.

 

 

Assistant Prof. Karimullah

Geography Department, Education Faculty.

Under ground water in Afghanistan and its future anxiety

Abstract

     Water has a vital importance for living organism especially for eating and drinking. But in our planet (earth) very little percentage of eating and drinking water is constituted. One part of this kind water is underground water which its decrease and down ward going should be prevented, and by this reason its nutrition area should be protected. This research which is an applied one and by the goal it is a discovered one, it must be implemented.  Because of different causes such as decrease the agricultural lands, gardens...and climate change the finding of this research showed that the ground water of Afghanistan is decreasing day by day and its surface is also going down ward day by day. Essential devises must be taken to prevent this big problem and to control the water stay up ward.