ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي ۱۶۳ تنه مسلکي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.

د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، د ۳۳ نجونو په ګډون ياد فارغان يې په ۵۵مه تحصیلي دوره کې د معالجوي طب په برخه کې روزلي دي.
په همدې مناسبت د زمري په ۴مه نېټه د جلال آباد ښار ستاره شرق هوټل تالار کې ستره غونډه جوړه شوې وه، چې د طب پوهنځي د مسؤلینو، استادانو او فارغانو سربېره په کې د ننګرهار پوهنتون مشرتابه، د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو، علماوو، د رسنیو استازو او د فارغانو د کورنیو غړو برخه لرله.
فراغت غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال وويل: د خوښۍ ځاى دى، چې نن ورځ د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي په ۵۵ مه دوره کې ۱۶۳ تنه د معالجوي طب ډاکتران فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.
نوموړي فارغانو او د هغوى کورنيو ته مبارکي وويله او له فارغو ډاکتر صاحبانو یې غوښتنه وکړه، چې د خپلو صلاحيتونو او وړتياوو نه په ګټې اخيستنه دې د هېواد د روغتیايي ډګر د پرمختګ لپاره کار وکړي او جګړه ځپلي ولس ته په خدمت کولو سره دې خپل رسالت د خداى (ج) او ولس په وړاندې په ښه توګه ادا کړي.
د پوهنتون رئيس په ياد شمېر کې د ځوانو علمي او مسلکي کادرونو فراغت لويه لاسته راوړنه وبلله او د اسلامي امارت له مسؤلو ارګانونو او خصوصي سکتور یې غوښتنه وکړه، چې ورته د کار او خدمت زمينه برابره کړي.
پوهاند بهسودوال فارغو ډاکترانو ته سپارښتنه وکړه، چې په راتلونکې هم د خپل پوهنتون سره په اړيکه کې واوسي او په ابادۍ او ښېرازۍ کې يې برخه واخلي.
د طب پوهنځي رئیس پوهنوال ډاکتر محمد عظیم عظیمي په خپلو خبرو کې فارغانو او د هغوی کورنیو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې خپل فراغت وروستی ونه ګڼي او د لا نورو مسلکي او تخصصي زده کړو لپاره هڅه او هاند وکړي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکتر امیرمحمد افتاب، د ختیځ د علماوو شورا رئیس شیخ ضیاءالله حکیمي او د طب پوهنځي استاد پوهاند ډاکتر حبیب الله مولوي زاده د غونډې نور ویناوال وو، چې ټولو په خپل وار د یادو مسلکي کادرونو په فراغت د خوښۍ څرګندونه وکړه او فارغ ډاکتران یې خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته ځیر کړل.
د فارغانو په استازۍ ډاکتر احمد جان غروال خبرې وکړې او د ننګرهار پوهنتون او طب پوهنځي له مشرتابه او استادانو یې مننه وکړه، چې د دوی په روزنه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د پوهنتون د مشرتابه او استادانو له خوا پر فارغانو د فراغت تصدیقونه وویشل شول.
د یادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون طب پوهنځی په ۱۳۴۲ لمریز کال کې تاسیس شوی، چې د تاسیس له مهاله تر دې دمه یې په ۵۵ تحصیلي دورو کې ۴۵۰۰ تنه معالج ډاکتران روزلي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.