د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيداکرم هاشمي لنډه پېژندنه

پوهندوی سید اکرم هاشمي

پوهندوی سید اکرم هاشمي د استاد سید محتشم زوی په ۱۳۵۴ لمريز کال د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د دولت زیو کلي په يوه دينداره کورنۍ کې زيږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د هجرت په ديار پېښور کې پيل او په ١٣٧٤ لمريز کال د حضرت ابو ايوب انصاري (رض) عالي لېسې څخه فارغ شو.

د ليسانس او ماسترې دورې يې په ١٣٧٩ او ١٣٩٤ لمريز کال کې د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سياسي علومو پوهنځي کې بشپړې کړي دي.

نوموړى په ١٣٨٠ لمريز کال د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په علمي کادر کې شامل شو، چې د پوهنتون استادۍ سره په څنګ کې یې د ننګرهار، لغمان، هرات او مزار په پنځه کلن ستراتېژیک پلان جوړونه کې هم همکار پاتې شوی دی. د پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت نه وړاندې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي مرستیال ؤ؛ ګڼې علمي مقالې او اووه علمي، حقوقي او سیاسي اثار یې لیکلي، چې په لاندې توګه ترې يادونه کوو:

  1. د افاقي حقوقو سرچینې
  2. د کار حقوق
  3. د افغانستان اساسي قانون پېژندنه او تحلیل
  4. بشري حقوق
  5. د افرادو سیاسي حقوق
  6. په اداره کې استخدام د اسلامي شریعت او د افغانستان د قوانینو له نظره
  7. د سیاسي فکرونو تاریخ

پوهندوى هاشمي د لوړو زده کړو وزارت د (٢٢٢- ٤/٧/١٣٩٧) ګڼه وړانديز او د ولسمشر د (١٣٩٤-١٢/٧/١٣٩٧) ګڼه حکم په اساس د ننګرهار پوهنتون محصلانو چارو مرستيال په توګه وټاکل شو او له يادې نېټې راهيسې نوموړې دنده پر مخ وړي.

اړيکې:  

0788453322  /0795090050 

Vc.std.affairs@nu.edu.af

shsyedhashmi@gmail.com