ستراتیژیک پلان

د ننګرهار پوهنتون د رئيس پيغام

مونږ د ټولو هغه ارګانونو څخه چي په دي ساحه کي خپل فعاليتونه لري غواړو چي ددي ستراتيژيک پلان په تطبيق کي د ننګرهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي سره د زړه له کومي مرسته او همکاري وکړي تر څو زمونږ د کړيدلي او وروسته پاتي هيواد هغه ځوانان چې د ولس او دولت ترمنځ د پول رامنځ ته کیدو په برخه کې کار کوي د پرمختګ او تقويه کولو باعث وګرځي او هم د ژورنالیزم پوهنځي د ټول سټاف څخه احترامانه تقاضا لرم چي د دغه پلان په تطبيق کي د وترنري علومو پوهنځي د رياست سره د زړه له تله همکاري وکړي.

 ننګرهار پوهنتون معاون علمي پيغام

د ټولو اکادميکو نورمونو په نظر کي نيولو سره  د ذيدخله  ادارو څخه چي د علمي پرمختګ سره د زړه له کومي مينه لري بايد د دغه ستراتيژيک پلان په تمويل او تقويه کولو کي کومک وکړي تر څو  د افغانستان د راتلونکي لپاره د ښه کيفيت لرونکي فارغين په علمي ساحه کي ورکړي. زه د ژورنالیزم پوهنځي دعلمي کادر د اعضاوو څخه احترامانه هيله کوم چي په دغه برخه کي د خپل پوهنځي سره نه ستړي کيدونکي هلي ځلي وکړي تر څو د دوي او محصيلينو د علمي پرمختګ وسيله وګرځي او د پوهنتون رهبري دغه ليکل شوي ستراتيژيک پلان په علمي ساحه کي د ژورنالیزم پوهنځي د راتلونکي پنځه کلونو لپاره تائيد او د هر نوعه مرستي او کومک د پاره اماده ده.

 

د ژورنالیزم پوهنځي د رییس پیغام

 ننګرهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی لپاره دا ستراتیژیک پلان یو ژوندی رهنمود دی. لکه څنګه چی معلومیږی چی هیڅ پلان تش په لیکلو باندی نه کامیابیږی او دا هم یو حقیقت دی چی د پلان کامیابی بغیر د لیکنی څخه  هم ممکنه نه ده.

 زه غواړم چی زمونږ پلان یواځی د لیکنی په شکل پاتی نه شی بلکی په پراخه پیمانه د هغه خلکود استفادی لپاره موجود وی کوم چی د ژورنالیزم د مسلک سره علاقه لری او ورڅخه استفاده کولای شی مونږ په دی باندی پوهیږو هر هغه څوک چی زمونږ د پوهنځی سره اړه لری که هغه استاد، محصل،اوریدونکواو تمویل کوونکی وی باید هر یو د دوی څخه زمونږ د راتلونکی  پلان په اړه معلومات ولری د دغه پلان جوړونه د ژورنالیزم په پوهنځی کی د دویم ځل لپاره په ۱۳۹۳ کال کی تر هر اړخیز بحث لاندی ونیول شو او ټول هغه مسائیل مطرح او بحث شول چی هغه په ملکی سطحه باندی د ژورنالیزم ساحه تر تاثیر لاندی راوړی د دی پلان په ترکیب کی دپوهنځی تصور او هغه مهم اهداف چی لاسته راوړنه یی دپوهنځی لپاره ضروری ده  او همدارنګه هغه اهداف او ستراتیژیکی رهنمود چی د هغوی لاسته راوړنه هم مهمه بریښی موجود دی.

دا پلان د لومړی ځل لپاره د پوهنځی په یو خاصه اکادمیکه غونډه کی تر بحث لاندی ونیول شو چی د بحث څخه وروسته ذکر شوی نقاط د پوهنځی د علمی شورا پوسیله د ستراتیژیکو نقاطو په حیث ومنل شو د دی پلان محتوا د پنځو راتلونکو کلونو لپاره د ژورنالیزم پوهنځی په چوکاټ کی یوه رهنمایی ده چی په ترکیب کی یی خاصه پاملرنه شوې ده.  

د دغه ستراتیژیک پلان دبریالیتوب لپاره مونږ مخکی تر مخکی د دی په مثبته نتیجه ورکولو باندی کار کړی دی چی د دی پوهه به دخاصی پاملرنی په موجودیت سره د ژورنالیزم پوهنځی د ډیرو لاسته راوړنوپه درلودلو د راتلونکی لپاره تقویه کړی.

 ژورنالیزم پوهنځی له مرکز څخه د یوه نوی دیپارتمنت غوښتنه کړی ده تر څو د عامه اړیکو په برخه کې مسلکی ژورنالستان ټولنی ته وړاندی کړي. اوسنی کمښت ته په کتنی سره استادان په ملی سطحه موجود دی نو دا ډیره مشکله ده چی په دغه ډول حالاتو کی یو بریالی پوهنځی وشمیرل شی ځکه چی دا پوهنځی یو ستراتیژیک پلان ته اړتیا لری تر څو په کافی اندازی سره مسلکی روزونکی ولری.

 

پوهنتون د ځوان نسل لپاره په اوچته او باکیفیته زده کړه باندی تاکید کوی او د دی علم متخصصین او ښه رهنمایی کوونکی د پرمختګ لپاره ضروری ګڼی. په دی وروستیو کلونو کی  ننګرهار پوهنتون د فزیکی زیربنایی خدماتو، دسپلین او مجربو اشخاصو ته ضرورت لری تر څو یی لاسته راوړنی تقویه کړی.  ژورنالیزم پوهنځی د متخصصینو د کمبود سره مخ دی د دغی مشکل د حل لپاره د پوهنځی  استادانو ته باید پرمختللی تریننګونه ورکول شی باالخصوص ځوانو کادرونو ته په ارتباطی مهارتونو، تحقیق، معلوماتی تکنالوژی کی.

په پوهنځی کی د دغه ستراتیژیک پلان تطبیق کوونکی د دیپارمنتونو اعضاوی دی او همدارنګه متواتر پرمختګ د پوهنځی د دیپارتمنتونو د رهبری پوری اړه لری. د پوهنځی استادان باید د نړیوال پرمختګ څخه خبر او پخپله ساحه کی تحصیلی لوړتیا ، تحقیق کونه او اکاډمیکی لاسته راوړنی ولری.

دژورنالیزم پوهنځی مسؤلیت دا دی چی قوی علمی شخصیتونه فارغ کړی، هغوی خپل ملی مسؤلیتونو ته متوجه کړی، د دغه مسؤلیت پوره کول د دیپارتمنتونو پوری اړه لری. مونږ ضرورت لرو چی ډیر زیات کوشش وکړو چی ښه راتلونکی ولرو مونږ به ډیر کوشش کوو زیاته منډه به وهو د ډیرو اوچتو توقعاتو په لرلو سره.

 

پوهنمل سید سمیع الله سعیدی

دژونالیزم پوهنځی ریس

خلاصه:

دانوي ستراتيژيک پلان (۱۳۹۸-۱۳۹۳) د پخواني ستراتيژيک پلان د قوي کولو لپاره به يو تسلسل وي . دژورنالیزم پوهنځي په پام کي لري چه په ملي سطحه انکشاف وکړي او دتحصیل، تحقيق او بهرنيو کړنلارو لپاره مالي ملاتړ ترلاسه کړي . مونږ خپل کار او زده کړی محيط دپوهنځي د سټاف باکيفيته ستاف او محصلینو په وسيله تقويه کوو . مونږ بايد راتلونکي زيربنايي خدمات د اساسي تخنیکي وسایلو ، سټډیوګانو، او خپرنیو په وسيله تقويه کړو، مونږ به په راتلونکي کي هم تحقيقاتي پروګرامونه کوم چه په ساحه کي تاثير لري لکه د رسنیو رول، د خپریدونکو پروګرامونو اغیزې، د بیان ازادي او داسې نور مهم موضوعات چې ددې مسلک ارزښت او د ټولنې د سمون لپاره اړین اصل ګڼل کیږي، ترسره کړو.

مونږ په راتلونکي کې د پرمخ تللې تکنالوژۍ څخه د زده کړې په وسيله او هغه تکنالوژي چه د ټولني سره کومک کوي د ژورنالیزم په ساحه کي زيات تمرکز کوو مونږ به په راتلونکي کي نړيواله ملاتړ ولرو چې د خپل پرمختګ او کيفيت په نړیوالو پروګرامونو کي وساتو. مونږ به په راتلونکي کي دکاميابيدو لپاره د همبستګي او مرستي اعلان د هغه خلکو سره کوم چې زمونږ اساسات خپروي او د ټولني سره مينه لري شريک کوو.

پيژندګلوي

 د لوړو زده کړو وزارت  د پرمختيايي  پرګرامونو په لړ کې د هېواد په يو شمېر  لويو پوهنتونونو( کابل  ، بلخ، هرات،کندهار، خوست...) کې  د ژورنالېزم  پوهنځيو موجوديت اړين ګڼلى وو. ننګرهار پوهنتون چې د هېواد په کچه دويم ستر علمي پوهنتون شمېرل کېږي، پکار وه چې له دغه علمي او هنري پوهنځي څخه بې برخې نه وى. موږ هم  د ټولنې د بيړنۍ اړتيا  په توګه وپتييله  چي  د ژورنالېزم په برخه کې د ځوانو کدرونو د روزنې دنده په غاړه واخلو .

 همدا  لامل و، چې په   کال ۱۳۹٠ هجري لمريز کې ژورنالېزم پوهنځى رسماً ايجاد  شو.  اوس مهال دغه پوهنځى ١٢ د علمي کادر غړي لري؛ په تشکيل کې يې پر رئيس او معاون سربېره تدريسي مدير ، اجرائيه مدير، تحويلدار او يو ملازم شتون لري.  نورې چارې يې هم   تنظيم شوي، درسي کريکولم لري، دفتري لوازم، فرنيچر، په دفتر کې د دوسيو سيستم  يې کمپوټراېز دي او ټولنې ته د د خدمت اراده يې د مرام او هدف تر عنوان لاندې د بروشورونو په بڼه چاپ او د پوهنځي پر دېوالونو ځړېدلې ده.

د ژورنالېزم پوهنځي استادان  د پوهنتون  په بېلابېلو مهمو کمېټو (د ځان ارزونې ، علمي څېړنو ، فرهنګي، د کريکولم ، نظم او دسپلين ) کې غړيتوب لري او د  علمي تجربو د تر لاسه کولو او روزنيزو کورسونو لپاره   پر مرکز کابل سربېره  د متحده عرب اماراتو، دوبۍ، هندوستان ، امريکا او ترکيې هېوادونو ته  تللي دي. دغه سفرونه زمونږ لپاره ډېر اړين وو او د پام وړ تجربې مو له داخلي او بهرنيو استادانو تر لا سه کړې دي.

ننګرهار پوهنتون  ژورنالېزم پوهنځي د امريکې د متحده ايالاتو اريزونا پوهنتون سره څه باندې دوه کلن پارټنرشيپ درلود چې په پايله کې يې له علمي کنفرانسونو او ټريننګونو سربېره زمونږ اداره د اي ډبليو پي ار په تخنيکي مرسته د شل پايه کمپيوټرونو، درسي لوازمو او نورو بېلابېلو ژورنالستيکي وسايلو څخه برخمنه شوه. پوهنځى له همدغو کمپيوترونو څخه په ګټه اخيستنې يو کوچني ميډيا سنتر لري ، چې له  انټر نيټ سربېره ، په ټايپ ريکارډرونو انځوريزو او ويډيو کمرو سنبال او محصلين ترې د خپلو عملي زده کړو لپاره کار اخلي.

ژورنالېزم پوهنځي اوسمهال د جرمني هېواد له لبزېک پوهنتون سره پارټرنرشېپ لري چې پکې به  د استادانو په ‌‌ظرفيت لوړونې کار کېږي. . 

د استادانو د تدريسي بهير دښه پرمخ بيولو لپاره درې پايې پراجکتورونه ، پرينټرونه او نور اړين توکي شته چې د ځينو بااحساسه شتمنو  له خوا د پوهنځي د مشرتابه په هلو ځلو تر لاسه شوي دي.

ژورنالېزم پوهنځي په دې وروستيو کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ او ارېزونا پوهنتون په مالي ملاتړ يو کتابتون جوړ کړ چې پکې څه باندې پنځه سوه ټوکه کتابونه شتون لري. له دغو کتابونو څخه استادان او محصلين کولاى شي د هر اړخېزې مطالعې لپاره استفاده وکړي.

ژورنالېزم پوهنځي کې دم ګړۍ، دوه کریکولمونه یو د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي کريکولم او بل هغه چې په دې ورستیو کې جوړ شو، پلى کېږي.

جامعه او اساسات

ننګرهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د اساساتو په نظرکي نيولو  او په کار کي دعنعاتو مراعت کولو اوصداقت کولو يو ثبوت دي .

  • د پورته نقاطو دلاسته راوړلو لپاره دټولو متوقع کارونو دکيفيت د ساتلو لپاره زيات کوشش کول
  • دباکيفيته کار پوسيله د زده کړي دمحيط تقويه کول .
  • د زده کړي تحقيق او بهرني روابطو پروګرامونو د لاسته واوړلو تقويه او ښکاره کول
  • په ځانګړي ډول سره دپوهنځي دپرسونل او محصلینو د پرمختګ تقويه کول .
  • د مشترکو تحقيقاتي پروګرامونو تقويه کول
  • په هغه فعاليتونو کي دبرخي اخيستنه وم چې د مسلکي ژورنالیزم پوهنځي د پښو ودريدو د پرمختګ باعث ګرځي.

 

د ژورنالیزم پوهنځي تر ټولو مهم اهداف (Mission)

  1. د ټولنې د ثبات، د عامه پوهاوي لوړولو او له  شايعاتو څخه د مخنيوي په موخه د رسنيو مسلکي زده کړه.
  2. په ملي کچه د ژورنالېزم منل شويو معيارونو په پام کې نيولو سره په ټولنه کې د علمي تحقيقاتو او عامه افکارو سالمې روزنې ته وده ورکول.
  3. په هېواد کې د چاپ صنعت، سمعي او بصري رسنيو د  کارونې تخنيکي زدکړه او ترويج.
  4. د ټولنې مثبت بدلون او تعليمي سطحې په لوړولو کې ونډه اخيستل.
  5. د داسې مطبوعاتو او الکترونيکي مېډيا ښوونه چې ولسي باور تر لاسه کړي .
  6. د اجتماعي علومو په چوکاټ کې د هېواد پرمختګ او د عامه اړيکو بهبود.

تصور (vision)

  1. په علمي هڅو او هنري مهارتونو سمبال مسلکي ژورنالېستان ټولنې ته وړاندې کول.
  2. د ټوليزو وسايلو(Mass Media )  له لارې د ټولنې مثبت بدلون او د وګړو تر منځ يې د خوښۍ او اعتماد فضا رامنځته کول.
  3. په هېواد کې د هر اړخيزه، غني او معياري رسنيو اشاعت او د ټولنې د مثبت بدلون  اغېز يې پر وګړو ليدل.
  4. په ژورنالیزم کې دفارغانو ورکول هغه فارغان چې په سمدستي ډول د ژورنالیزم په ساحه کې کار وکړي.
  5. د توليد او مرستو مهارتونو ته توسعه ورکول.

اهداف (Goals)

هغه اهداف چه په راتلونکي کي د هغي د لاسته راوړلو لپاره هيله مند يو زموږ دا اهداف په دري مهمو ټکو باندي متمرکز دي.

  1. دسبا ورځي د رهبرانو روزل د زده کړی په وسيله .
  2. دلاسته راوړنو وړاندي کول د تحقيق په وسيله .
  3. د بهرنيو فعاليتونو په وسيله نړيوالو چلنجونو ته جواب ورکول.

هغه اهداف چې د هغه د لاسته واوړلو لپاره کوشش ضروری دی (Aims)

دغه اهداف به مونږ سره د هغه مسايلو په لاسته راوړلو کي مرسته وکړي کوم چې په ملي موضوعاتو باندي اثر لري.  د مسلکي او تخنيکي خلکو روزنه کوم چې په راتلونکي کې د ژورنالیزم له لارې د ټولنې رښتینی انځور وړاندې کړي، خلکو ته خدمت وکړي او د ولس او دولت ترمنځ د پول دنده مخ ته یوسي.

ځانګړتيا

  1. د نړیوالو معیارونو په رڼا کې د رسنیزو ادارو رهبري کولو ته پاملرنه او تقويه کول.
  2. د مسلک سره د نژدي خلکو تقويه او ظرفیت لوړول
  3. دلنډ مهاله او تقويه کوونکو تريننګونو او ورکشاپونو ترتيبول .

د پوهنځي ليدلورى:

په ملي کچه د اطلاع، تعليم، مثبت تبليغ او ترويج له لارې د عامه اذهانو روښانه کول.

په هېواد کې د اسلامي ارزښتونو، منل شوي کلتور او فرهنګ ترويج او خپل ولس ته د ژورنالېزم د اخلاقو او آرونو په چوکاټ کې د بيان د ازادۍ ارزښت ورپه ګوته کول.

دعامه اړيکوپراختيا او له دغې لارې د ټولنې استحکام او يو موټى کېدل.

ستراتيژي او کړنلاري

هغه ستراتيژي چې د ژورنالیزم پوهنځي ستراتيژيک پلان خپلو اهدافو ته ورسوي د شريکي کړني لپاره به وړاندي شي  ترڅو ټولو اهدافو ته ګټور ثابت شي او ستراتيژي د هر هدف لپاره مختص شي. د هر هدف لپاره لکه زده کړه ،تحقيق کول او بهرني اړیکی.

عمومي ستراتيژي :

چاپيريال:

  • د داسي يو محيط منځ ته راوړل چي د ژوند د پرمختګ سبب وګرځي.
  • د ستراتيژيو پيژندل تر څو خپل تولید او فعالیتونو په صحيح ډول وړاندي کړي.
  • د زده کړی، تحقيق او بهرنيو لاسته راوړنو لپاره د سهولتونو برابرول.
  • د پوهنځي د محصلانو، سټاف او مربوطه خلکو  سره د مناسب او خوشحاله چاپیریال برابرول
  • د سهولتونو او د وسائيلو د پلان برابرول تر څو د ژورنالیزم پوهنځي دتقويي او د نوي سهولتونو د تعمير سبب وګرځي.
  • د پوهنځي محصلانو او سټاف لپاره د رسمي فرصتونو برابرول

 

نړيوال پلان:

  • په کاريکولوم کي د اساساتو، عصري مهارتونو ځای په ځای کول د نړيوالو پروګرامونو لپاره د محصلانو، سټاف او د پوهنځي پرمختللي رهبري تر څو په نړيواله  ټولنه کي دبریالیتوب باعث شي.
  • په پراخه پيمانه سره د نړيوالو سفرونو لپاره د فرصتونو اضافه کول.
  • د تجاربو د شريک کولو او د مرستو د تقويي په خاطر د نړيوالو دعوت کول.

همکاري:

  • د پوهنتون په داخل کي د همغږي چاپیریال رامنځته کول او همدارنګه د شخصي کمپنيو او نورو پوهنتونونو سره اړیکی لرل.
  • د لاسته راوړنو په برخه کي د تحقيقي پروګرامونو لپاره د همکاريو تقويه کول.
  • په تکنالوژي او د پوهنځي په منابعو باندي تکيه کول تر څو د نورو سره مرسته وشي.
  • د وترنري کارونو پوسيله د همکاريو تقويه کول لکه تحقيق، محصلانو، محيطي خلکو او د پوهنځي د داخلي اعضاوو روزنه.

ملاتړ:

  •  مرکزي حکومت، ولايتي اداره او شخصي تمويل کوونکو څخه د بوديجی لاسته راوړنه .
  • د اوږد مهاله تقويه کولو لپاره د تمويل کوونکو پيژندنه.
  • د تمويل کوونکو منابعو پيژندلو لپاره د پوهنځي د سټاف روزل.
  • د ژورنالیزم پوهنځي د فارغو محصيلينو سره اړیکی

په پوهنتوني سطحه تمويل کوونکي

  • رسمي او مشاوره مرستندويه اداري

په محلي او ملي سطحه تمويل کوونکي

۱. ولايتي اداره         ۲. د افغانستان د ژورنالستانو ټولنې                       ۳. مرکزي حکومت                     ۴. مسلکي اداري(رسنۍ)      

د مختلفو پوهنتونو سره ملګرتيا.

تکنالوژي

  • د نوي او معیاری تحصیل لپاره د نوي تکنالوژي څخه په استفادی سره تر څو د محصیلینو ،مسلکي ژورنالیستانو او ټولنی ترمنځ د زده کړي په اړه کمک وکړي.
  • د ژورنالیزم په مسلکي برخه او فارغ ورکوونکی کورسونو کی د زده کړی لپاره زمينه مساعدول.
  • د تعلیم د سویی د لوړلو لپاره په تدریسي چاپيریال کې د نوي تکنالوژي استعمال .
  • دتحقیق د تقوی لپاره د کمپيوتر او معلوماتي تکنالوژي استعمال.
  • د نوې تکنالوژي په استعمال سره نړیوالو پوهنتونونو او ادارو اعتبار او مرستی اضافه کول.
  • د یو قوی انترنیت سیستم جوړول تر څو ژورنالیزم پوهنځی ته پرمختګ ورکړی.

اهدافوته(Goals) د رسيدو لپاره ستراتيژي او کړنلاره:

  • د مسلکي او غير مسلکي ارګانونو تر منځ د ښه او قوي اړیکو پيداکول
  • د مسلکي ژورنالستانود اجتماع پوسيله د يو بامسوليته رهبرۍ وړاندي کول کوم چي په ټولنیززو مسايلو تاثير لري
  •  د ژورنالیزم د عملي کار په موخه د میډیا سنټر، سټډیوګانو او نورو سهولتونو برابرول
  • په پرمختللي سستم سره د عملي ټريننګونو د سهولتونو برابرول
  • د درسونو د عملي کولو لپاره د راډیو، ټلویزیون او مطبعې رامنځ ته کول
  • د تحقيقاتي مرکز لپاره  د ممکننه وسايلو مهيا کول
  • د پوهنځي د مختلفو واحدونو د يو ځاي کولو لپاره شبکه ایی او کمپيوټري سستم جوړول
  • د یو معیاری تریننګ سنټر لرل

د تمويل اساسه:

په خلاصه کي ويلي شو چي دغه ستراتيژيک پلان به د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي د انکشاف ،بهبود  او پراختيا لپاره يو ښه تصميمي لارښود وي

د کړنلارو د جمع اورۍ او کلني دوامداره رپورټ په شمول مونږ د دغه ليکني د ليدني لپاره مرحله واره وړاندوينه کوو . مونږ توقع لرو چي زمونږ اهداف محکم پاتي شي ليکن ستراتيژي کيداي شي چي په راتلونکي کي د پرمختګ او لاسته راوړنو لپاره تغير وخوري.