د ننګرهار پوهنتون رئیس او مرستیالانو د نجونو د مرکزي لیلیې د رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲ - ۸:۱۳
image

 

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار طیب الله زاهد او د لیلیو عمومي مدیر سیدمحمود دعوت په ملتیا ددې پوهنتون د نجونو مرکزي لیلیې د رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې د پوهنتون مشرتابه د لیلیې په داخل کې د سرکونو، ویالو، چمنونو، ګلدانونو، د لمانځه او مطالعې د ځایونو څخه، چې په پاخه او اساسي توګه رغول شوي، لیدنه وکړه.

پوهاند بهسودوال د لوړو زده کړو وزارت د فوق العاده استازي او د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د هغه د کاري ټیم مننه وکړه، چې په هلو ځلو یې د نجونو مرکزي لیلیې او د پوهنتون د نورو برخو د ښکلا، سمسورتیا او بیارغونې چارې په ښه توګه پر مخ روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې یادې رغنیزې چارې د پوهنتون د شته امکاناتو څخه په استفادې او د څو تنو بااحساسه هېوادوالو په مالي مرسته ترسره شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۲:۴۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د علمي تحقیقاتو، معلوماتي ټکنالوژۍ او کتابتون آمریتونو څخه لیدنه وکړه.

 

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت په ملتیا د نړیوال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۲:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.

 

په نوموړي کاري ناسته کې، چې د وږي په ۳۰مه نېټه په ریاست مقام کې ترسره شوه او د پوهنتون مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو او استادانو په کې برخه لرله، د پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۲:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د خراسان پوهنتون دوه تنه استادان تقدیر کړل.

 

د خراسان خصوصي پوهنتون دوه تنو استادانو انجنیر زلمي احمدزي او انجنیر نصیر آغا شېرزاد، چې د ننګرهار پوهنتون انجنیري پوهنځي سره د تېرو څلور کالو راهیسې د تدریس او محصلینو روزنې په برخه. . .

BACK TO NEWS