امتحان های سمستر نهایی پوهنتون ننگرهار آغاز شد.

12 سرطان, 1396

نګرهار پوهنتون کې د نهايي سمستر ازموينې پيل شوې
دوشنبه- د غبرګولي ٨ مه:
 د پوهنتون د مسوولينو پر وينا، په ياده ازموينه کې چې درې اوونۍ به دوام وکړي، ددې پوهنتون خواوشا پنځلس زره تنه محصلان ګډون لري.
 د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهندوى ببرک مياخېل په داسې حال کې چې د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل نعيم جان سروري يې ملتيا کوله، د ازموينې بهير څخه د ليدنې پر مهال رسنيو ته وويل: په دې ازموينه کې د دوکتورا، ماسترۍ او شپې پوهنځيو په ګډون د ننګرهار پوهنتون د ١٣ پوهنځيو خواوشا پنځلس زره تنه محصلان برخه لري، چې له دې ډلې څه دپاسه زر تنه يې نجونې دي.
نوموړي زياته کړه: د ازموينې د ښې او رڼې اخيستنې په موخه يې د پوهنتون په کچه يوه ١٣٣ کسيزه کمېټه ټاکلې، چې د ازموينې پورې اړوندې چارې تنظيموي او ستونزو ته رسيده ګي کوي.
 د ښاغلي مياخېل په وينا، د محصلانو په منځ کې نږدې پنځه سوه تنه محروم دي، چې حاضري يې نده پوره کړې او په ازموينه کې برخه نشي اخيستلى. 
 د پوهنتون رئيس د صحنې څخه د ليدنې پر مهال د ازموينې د رڼې او شفافې اخيستنې په موخه استادانو او مسوولينو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې هم وکړې.