ننګرهار پوهنتون په اړه عمومي معلومات
د ننګرهار پوهنتون رئيس پيغام
ننګرهار پوهنتون، چې د هېواد په کچه دويم ستر پوهنيز او اکاډميک مرکز دى، د علمي بهير يې (٥٦) کاله تېرېږي، چې ددې څه دپاسه نيمې پېړۍ هلو- ځلو ستره لاسته راوړنه يې په بېلابېلو څانګو او مسلکونو کې د نږدې پنځه دېرش زرو تنو علمي کادرونو روزل او د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې کول دي، چې د هېواد په علمي او رغنيزه برخه کې يې اغېزمن رول لرلى او لا هم پر دې ډګر چټک ګامونه اخلي.
ننګرهار پوهنتون د کمونيټي کالج اسوسيټ ډګري، ليسانس، ماسترۍ او دوکتورا تر کچې د علمي برنامو او پروګرامونو لرلو وياړ لري او د هېواد او سيمې په کچه د يوه ځواکمن علمي مرکز په توګه د يادو علمي پروګرامونو د پياوړتيا، پراختيا او معياري کېدو لپاره هلې ځلې کوي.
ننګرهار پوهنتون د خپل لرلید له مخې هوډ لري، چې په راتلونکې کې د مسلکي او لوړ رتبه استادانو، علمي او اکاډمیکو څېړنو، برنامو، د زده کړې غوره او پرمختللي چاپېریال، نړیوالو علمي او مسلکي توامیتونو او زده کړیالانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په مرسته په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه ځانګړی باور او اعتبار ترلاسه کړي.
د پوهنتون اداره ژمنه ده، چې د لوړو زده کړو د قوانينو، لوايحو او مقرراتو په نظر کې نيولو سره خپلو محصلانو ته د زده کړې غوره چاپېريال رامنځته کړي، چې په همدې موخه د نصاب او کريکولم د اصلاح او معياري کېدو، عملي زده کړو زمينې برابرولو، په ملي او نړيواله کچه د علمي موسساتو او مرکزونو سره د تواميتونو رامنځته کولو او په ټوله کې د پوهنتون د علمي، تدريسي او فزيکي زيربناوو بنسټيزې رغونې او پراختيا لپاره هڅې کوي.
زمونږ باور دى، چې ننګرهار پوهنتون به د لوړ اکاډميک اعتبار، مسلکي ټيم او ژمنتيا په لرلو سره د هېواد او سيمې په کچه د تېر په څېر د علمي کادرونو غوره روزنځاى وي او د خپلو بلو مشالونو پر مټ به د هېواد تياره ګوټونه روښانوي.
په همدې هيله
پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال
د ننګرهار پوهنتون رئيس
لنډه تاريخچه
ننګرهار پوهنتون، چې د هېواد په کچه له مرکز کابل وروسته دويم ستر پوهنيز او اکاډميک مرکز دى، د بنسټ ډبره يې پر (١٣٤٢) لمريز کال د تلې په (١٧مه) د اعلحضرت محمدظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د پوهنې وزير ارواښاد علي احمد پوپل له خوا د جلال اباد ښار په شيشم باغ سيمه کې کېښودل شوه. پيل يې د طب له پوهنځي وشو، چې پنځو امريکايي او درېو افغان استادانو پکې (٤٨) تنو محصلانو ته تدريس کاوه، چې د وخت په تېرېدو پکې د انجنيري، کرنې، ښوونې او روزنې، ژبو او ادبياتو، اقتصاد، شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو، وترنري علومو، ساينس، کمپيوټر ساينس، ژورنالېزم او عامه ادارې او پالېسۍ پوهنځي رامنځته شول.
د ننګرهار پوهنتون له علمي بهير څخه (٥۶) کاله تېرېږي، چې ددې څه دپاسه نيمې پېړۍ هلو- ځلو ستره لاسته راوړنه يې په بېلابېلو څانګو او مسلکونو کې د (٣٢٢٧٣) تنو علمي کادرونو روزل او د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې کول دي، چې له دې ډلې نږدې دوه زره تنه يې نجونې دي.
لرليد
ننګرهار پوهنتون د خپل لرلید له مخې هوډ لري، چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه استادانو، علمي او اکاډمیکو څېړنو، برنامو، د زده کړې غوره او پرمختللي چاپېریال، نړیوالو علمي او مسلکي توامیتونو او زده کړیالانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په مرسته په سیمه کې ځانګړی باور ترلاسه کړي.
ماموريت
ننګرهار پوهنتون ویاړي، چې د هېواد او سیمې په کچه په بېلابېلو مسلکونو کې وړ او معیاري کادرونه روزي، چې د خپلو وړتیاوو او کاري مهارتونو پر مټ په هېواد او سیمه کې شته ستونزو ته حل لارې ولټوي او په پرمختګ کې یې رغنده ونډه ولري.
تشکيلاتي جوړښت
- ننګرهار پوهنتون رياست
- علمي چارو معاونيت
- محصلانو چارو معاونيت
- اداري او مالي چارو معاونيت
د ریاست مقام او معاونیتونو سربېره د پوهنتون په تشکیل کې د دیارلسګونو پوهنځیو ریاستونه، د تدریسي روغتون ریاست، ۱۶ علمي او اداري آمریتونه او د هغې اړوند مدیریتونه او شعبات شتون لري، چې چارې یې د ۴۷۴ تنو استادانو، ۲۱۴ تنو اداري او ۱۸۸ خدماتي کارکوونکو له خوا پر مخ وړل کېږي، چې له دې ډلې ۶۹ تنه یې ښځینه دي.
پوهنځي
ننګرهار پوهنتون (١٣) پوهنځي لري، چې د طب، انجنيري، کرنې، ښوونې او روزنې، ژبو او ادبياتو، اقتصاد، شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو، وترنري علومو، ساينس، کمپيوټر ساينس، ژورنالېزم او عامه ادارې او پالېسۍ پوهنځيو څخه عبارت دي.
طب پوهنځی
طب پوهنځى د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې لومړنى پوهنځى دى، چې په (١٣٤٢) کال کې تاسيس شو. اوس مهال ياد پوهنځى (٢٤) څانګې لري، چې د (104) تنو استادانو له خوا په کې (۱۰۵۶) تنو محصلانو ته تدريس کېږي، چې له دې ډلې (۲۳۷) تنه یې نجونې دي.
څانګې
- د زړه او هضمي سيستم ناروغيو څانګه
- اندوکراين او هيماتولوژي څانګه
- تنفسي او روماتېزم څانګه
- انتان او توبرکلوز څانګه
- جراحي څانګه
- يورولوژي څانګه
- اورتوپيدي او د عصابو جراحي څانګه
- د کوچنيانو جراحي او انستيزي څانګه
- کوچنيانو څانګه
- غوږ او ستوني څانګه
- سترګو څانګه
- ولادي نسايي څانګه
- راديولوژي څانګه
- عقلي- عصبي څانګه
- پوستکي څانګه
- اناتومي څانګه
- عامې روغتيا څانګه
- وقايوي طب څانګه
- فارمکالوژي څانګه
- هستوپتالوژي او بيوشيمي څانګه
- فزيالوژي څانګه
- مايکروبيالوژي څانګه
- عدلي طب څانګه
- بيزيک ساينس څانګه
انجنيري پوهنځی
انجنيري پوهنځى د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې په (١٣٥٧) لمريز کال کې رامنځته شو. اوس مهال نوموړى پوهنځى (٣) څانګې لري، چې د (۳۲) تنو استادانو له خوا په کې (۱۰۵۳) تنو محصلينو ته تدريس کېږي، چې (۴۳) تنه یې نجونې دي.
څانګې
- سيول څانګه
- عمومي تخنيکي مضمونونو څانګه
- اوبو لګولو انجنيرۍ څانګه
کرنې پوهنځى
کرنې پوهنځى د ننګرهار پوهنتون له پرمختيايي پلان سره سم په (١٣٥٧) لمريز کال کې رامنځته شو. اوس مهال ياد پوهنځى (٨) څانګې لري، چې د (۳۱) تنو استادانو له خوا په کې (۸۰۰) تنو محصلینو ته تدريس کېږي، چې له دې ډلې (۲۴) تنه یې نجونې دي.
څانګې
- اګرانومي څانګه
- نباتاتو حفاظې څانګه
- هارتيکلچر څانګه
- حيواني علومو څانګه
- کرنيزې توسعې څانګه
- کرنيز اقتصاد څانګه
- غذايي موادو تکنالوژۍ څانګه
- باغدارۍ او ځنګلونو څانګه
ښوونې او روزنې پوهنځى
ښوونې او روزنې پوهنځى د ننګرهار پوهنتون له پرمختيايي پلان سره سم په (١٣٥٧) لمريز کال کې تاسيس شو. اوس مهال نوموړى پوهنځى (٨) څانګې لري، چې د (۵۹) تنو استادانو له خوا په کې (۳۰۶۲) تنو محصلینو ته تدريس کېږي، چې له دې ډلې (۴۲۹) تنه يې نجونې دي.
څانګې
- رياضي څانګه
- فزيک څانګه
- کيميا څانګه
- بيالوژي څانګه
- تاريخ څانګه
- جغرافيې څانګه
- پښتو څانګه
- مسلکي تعليماتو څانګه
ژبو او ادبياتو پوهنځى
ژبو او ادبياتو پوهنځى د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې په (١٣٦٣) لمريز کال کې تاسيس شو. اوس مهال نوموړى پوهنځى (٦) څانګې لري، چې د (۶۱) تنو استادانو له خوا په کې (۱۸۱۱) تنو محصلينو ته تدريس کېږي، چې له دې ډلې (۲۶۶) تنه یې نجونې دي.
څانګې
- پښتو څانګه
- عربي څانګه
- انګليسي څانګه
- دري څانګه
- هندي څانګه
- جرمني څانګه
اقتصاد پوهنځى
اقتصاد پوهنځى د ننګرهار پوهنتون له پرمختيايي پلان سره سم په (١٣٦٣) لمريز کال کې تاسيس شو. اوس مهال نوموړى پوهنځى (٤) څانګې لري، چې د (۲۶) تنو استادانو له خوا په کې (۱۲۸۳) تنو محصلينو ته تدريس کېږي، چې (۴۱) تنه یې نجونې دي.
څانګې
- ملي اقتصاد څانګه
- پلان جوړونې څانګه
- تجارت څانګه
- BBA څانګه
شرعياتو پوهنځى
شرعياتو پوهنځى د ننګرهار پوهنتون له پرمختيايي پلان سره سم په (١٣٧١) لمريز کال کې رامنځته شو. اوس مهال نوموړى پوهنځى (٤) څانګې لري، چې د (۴۳) تنو استادانو له خوا په کې (۱۰۹۳) تنو محصلینو ته تدريس کېږي، چې له دې ډلې (۲۲۲) تنه یې نجونې دي.
څانګې
- فقهې او قانون څانګه
- اسلامي تعليماتو څانګه
- تفسير او حديث څانګه
- اسلامي ثقافت څانګه
حقوقو او سياسي علومو پوهنځى
حقوقو او سياسي علومو پوهنځى د ننګرهار پوهنتون له پرمختيايي پلان سره سم په (١٣٧٢) لمريز کال کې تاسيس شو. اوس مهال نوموړى پوهنځى (٢) څانګې لري، چې د (۲۰) تنو استادانو له خوا په کې (۱۰۱۹) تنو محصلانو ته تدريس کېږي، چې له دې ډلې (۹۵) يې نجونې دي.
څانګې
- اداري او ديپلوماسي څانګه
- قضاء او څارنوالي څانګه
وترنري علومو پوهنځى
وترنري علومو پوهنځى د ننګرهار پوهنتون له پرمختيايي پلان سره سم په (١٣٧٢) لمريز کال کې تاسيس شو. اوس مهال نوموړى پوهنځى (٣) څانګې لري، چې د (۲۶) تنو استادانو له خوا په کې (۵۱۶) تنو محصلينو ته تدريس کېږي، چې له دې ډلې (۲) تنه يې نجونې دي.
څانګې
- کلنيک څانګه
- پري کلنيک څانګه
- پاراکلنيک څانګه
کمپيوټر ساينس پوهنځى
کمپيوټر ساينس پوهنځى په (١٣٨٥) لمريز کال کې د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې رامنځته شو. اوس مهال نوموړى پوهنځى (٣) څانګې لري، چې د (۱۸) تنو استادانو له خوا په کې (۷۴۸) تنو محصلينو ته تدريس کېږي، چې له دې ډلې (۱۲۲) تنه يې نجونې دي.
څانګې
- سافټ وير انجنيرينګ څانګه
- نيټورکينګ او کميونيکېشن څانګه
- ډيټابيس او انفارمېشن سيستم څانګه
ساينس پوهنځى
ساينس پوهنځى په (١٣٩٠) لمريز کال کې د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې رامنځته شو، اوسمهال نوموړى پوهنځى (٥) څانګې لري، چې د (۲۷) تنو استادانو له خوا په کې (۱۳۴۲) تنو محصلينو ته تدريس کېږي، چې له دې ډلې (۲۳۶) تنه يې نجونې دي.
څانګې
- رياضي څانګه
- فزيک څانګه
- کېميا څانګه
- بيالوژي څانګه
- جيولوجي معادن څانګه
ژورنالېزم او عامه اړيکو پوهنځى
ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځى د ننګرهار پوهنتون له پرمختيايي پلان سره سم په (١٣٩١) لمريز کال کې رامنځته شو. اوس مهال نوموړى پوهنځى (3) څانګې لري، چې د (۱۲) تنو استادانو له خوا پکې (۴۰۵) تنو محصلينو ته تدريس کېږي، چې له دې ډلې (۱۳) تنه يې نجونې دي.
څانګې
- راډيو تلويزون څانګه
- مطبوعاتو څانګه
- عامه اړیکو څانګه
عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځى
عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځى په (١٣٩١) لمريز کال کې د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې رامنځته شو. اوس مهال نوموړى پوهنځى (٣) څانګې لري، چې د (۱۶) تنو استادانو له خوا په کې (۵۱۰) تنو محصلينو ته تدريس کېږي، چې له دې ډلې (۷۱) تنه یې نجونې دي.
څانګې
- عامه ادارې څانګه
- عامه پاليسۍ څانګه
- مديريت انکشاف څانګه
علمي پروګرامونه
- کمیونټي کالج پروګرام
- لیسانس پروګرام
- ماسترۍ پروګرام
- دوکتورا پروګرام
- شپې پوهنځیو پروګرام
کميونټي کالج پروګرام
ننګرهار پوهنتون د (USWDP) ادارې په مرسته په اقتصاد پوهنځي کې د لومړي ځل لپاره د کاروباري ادارې کميونټي کالج اسوشيټ ډګري Associate Degree پروګرام پيل کړ، چې دم ګړۍ پکې ٣١ تنه په زده کړو بوخت دي، چې ٨ تنه يې نجونې دي.
ليسانس پروګرام
ننګرهار پوهنتون د ديارلسګونو پوهنځیو په (۷۷) دیپارتمنتونو او څانګو کې د لیسانس (Bachelor) پروګرام لري. اوس مهال په نوموړي پروګرام کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو او کوزې پښتونخوا (۱۴۳۲۹) تنه محصلین په زده کړو بوخت دي او (۳۲۲۷۳) تنه يې په بېلابېلو څانګو او مسلکونو کې فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.
شپې پوهنځيو پروګرام
ننګرهار پوهنتون د دولسمو ټولګيو هغو فارغانو لپاره، چې داخل خدمت دي او په رسمي وخت کې لوړو زده کړو ته رسيده ګي نه شي کولى، د ښوونې او روزنې، شرعياتو، ژبو او ادبياتو، حقوقو او سياسي علومو او اقتصاد پوهنځيو کې د شپې پوهنځيو پروګرام لري، چې دم ګړۍ پکې (۱۴۸۸) تنه محصلين په زده کړو بوخت دي، چې (۸۵) تنه يې نجونې دي. د پوهنتون اداره په پام کې لري چې د شپې پوهنځيو پروګرام نورو پوهنځيو ته هم وغځوي.
ماسترۍ پروګرام
ننګرهار پوهنتون کې د ماسترۍ پروګرام د لومړي ځل لپاره په (١٣٩١) لمريز کال کې د شرعياتو په پوهنځي کې پيل شو. اوس مهال د ماسترۍ پنځه پروګرامونه ددې پوهنتون په څلورو پوهنځيو کې فعال دي، چې ترتيب يې په لاندې ډول دى:
١- فقهې او قانون څانګه – شرعياتو پوهنځى
٢- تفسير او حديث څانګه – شرعياتو پوهنځى
٣- قضا او څارنوالۍ څانګه – حقوقو او سياسي علومو پوهنځى
٤- پښتو ژبې او ادب څانګه – ژبو او ادبياتو پوهنځى
٥- اداره او تجارت څانګه (MBA) – اقتصاد پوهنځى
د ماسترۍ دورې په يادو پنځو پروګرامونو کې د ننګرهار پوهنتون او د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو د علمي کادرونو په ګډون (۳۷۳) تنه په زده کړو بوخت دي او ( ٤٥١) تنه يې د شرعياتو، حقوقو، ادبياتو او اقتصاد په برخه کې ماستران فارغ او ټولنې ته د چوپړ په موخه وړاندې کړي دي.
دکتورا پروګرام
د هېواد په کچه د لومړي ځل لپاره د شرعياتو په برخه کې د دوکتورا پروګرام د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو په پوهنځي کې رامنځته شو، چې د نوموړي پروګرام پرانيسته (٢٠/٦/١٣٩٣) نېټه د هغه وخت د لوړو زده کړو وزير پوهاند دوکتور عبيدالله عبيد له خوا په ننګرهار پوهنتون کې وشوه.
دم ګړۍ په نوموړي پروګرام کې ١٠ تنه په زده کړو بوخت دي او د ننګرهار او د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو (١٩) تنه علمي کادرونه يې په دوه دورو کې له تدريسي پروسې فارغ کړي، چې اوسمهال په رساله ليکنې بوخت دي.
استادان
ننګرهار پوهنتون په خپل تشکيل کې (٥١٥) تنه د علمي کادر غړي لري، چې اوس مهال (٤۷۴) تنه په دنده بوخت دي او د پاتې (۴۱) تنو د تقرر چارې په جريان کې دي. د برحالو استادانو شمېر د تحصيل درجې او علمي رتبې له مخې په لاندې ډول دى:
د ننګرهار پوهنتون په ټولو پوهنځیو او علمي پروګرامونو کې (۱۴۷۱۲) تنه محصلین په زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې (۱۸۰۱) تنه یې نجونې دي.
محصلین د غوره علمي او تدریسي چاپېریال په لرلو سره په دې وروستیو کې د ګڼو لاسته راوړنو لرونکي دي. د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو دوه ځلې د هېواد په کچه د معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) په سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ.
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو د نړیوالو محاکمو (جیسیپ) د هېوادنیو سیالیو اتلولي خپله کړه او د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د ملګرو ملتونو تمثیل سیالیو کې د هېواد په کچه لومړی مقام خپل کړ.
محصلین د خپلو مسلکي زده کړو تر څنګ په ټولنيزو خیریه چارو کې هم فعاله ونډه اخلي، چې د سولې مرکز او د پوهنتون د فعالو وګړو پروګرام په چوکاټ کې اړمنو ته د مرستو راټولول، د وینې ورکړې او پاکۍ کمپاینونه ترسره کول، لوړو زده کړو ته د ښوونځیو د نجونو زده کوونکو هڅول، عامه کتابتونونو ته د کتابونو راټولول او نور هغه څه دي، چې ډېر ځله یې مقامونه او جایزې هم خپلې کړي دي.
تفاهملیکونه
ننګرهار پوهنتون په نړيواله او هېوادنۍ کچه له يو شمېر پوهنتونونو، علمي مرکزونو او ادارو سره علمي ملګرتيا او پارټنرشيپونه لري، چې تفصيل يې په لاندې توګه دى:
د پورته ذکر شويو پوهنتونونو او علمي مرکزونو سربېره په دې وروستيو کې د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د لوګر پوهنتون، خوست شیخ زاید پوهنتون، سپین غر لوړو زده کړو موسسې، روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ، کرنې او مالدارۍ ادارې (FAO) او د ولايتي ادارې له ٢٢ سکتوري رياستونو سره د محصلينو د عملي زده کړو او نورو متقابلو همکاريو د رامنځته کېدو په خاطر تفاهمليکونه لاسليک کړل.
کمېټي
ننګرهار پوهنتون د خپلو علمي او اداري چارو او فعالیتونو د ښه ترسراوي او همغږۍ په موخه د پوهنتون او پوهنځیو په کچه یو شمېر کمېټې لري، چې په لاندې توګه ترې یادونه کوو:
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
علمي مجلې او ژورنالونه
ننګرهار پوهنتون د پوهې، حق، طبي پوهې، کرکيلې، شريعت وړانګې او ادب پوهې په نومونو شپږ علمي مجلې او اکاډمیک ژورنالونه لري، چې ددې پوهنتون د استادانو فرعي علمي اثار چاپ او د پوهې مينه والو ته رسوي. پوهه ددې پوهنتون مرکزي نشراتي ارګان، طبي پوهه د طب پوهنځي، حق علمي مجله د حقوقو او سياسي علومو، کرکيله د کرنې، شريعت وړانګې د شرعياتو او ادب پوهه د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي څخه خپرونې کوي.
د یادو علمي مجلو او ژورنالونو سربېره د پوهنتون د سولې مرکز او یو شمېر پوهنځیو د محصلینو له خوا د سولې غږ، معیار، هیله، وړتیا او په نورو بېلابېلو نومونو مجلې، جریدې او اخبارونه چاپېږي
اسانتیاوې
ننګرهار پوهنتون په لاندې برخو کې د استادانو او محصلانو لپاره اسانتياوې رامنځته کړي دي:
- تدریسي روغتون
- کتابتون
- لیلیه
- ښوونیز مرکزونه
- تحقیقاتي فارمونه
- روغتیایي کلینیک
- حیواني کلینیک
- لابراتوارونه
- سپورت
- ترانسپورت
- سولې مرکز
تدريسي روغتون
ننګرهار پوهنتون په جلال اباد ښار کې د طب پوهنځي محصلانو او ستاژرانو د عملي زده کړو لپاره مجهز (۱۹۰) بستریز تدريسي روغتون لري، چې د عملي چارو سربېره په عمومي داخله، عمومي جراحي، یورولوژي، عقلي عصبي، انستیزي، داخله اطفال، ولادي نسايي، سترګه، غوږ، پزه او ستوني، جلدي او زهروي، راډیولوژي څانګو او د لابراتوار او واکسینو په برخو کې د ختيزو څلورو ولايتونو اوسېدونکو ته روغتيايي خدمات هم وړاندې کوي.
همدارنګه د پوهنتون تدریسي روغتون په عمومي داخله، عمومي جراحي، ولادي نسایي او کوچنیانو څانګو کې د تخصص پروګرام لري، چې په اړوندو برخو کې متخصص کدرونه او ډاکتران روزي.
کتابتون
ننګرهار پوهنتون يو مرکزي کتابتون او (١٣) کتابتونونه د پوهنځيو په کچه لري، چې په مرکزي کتابتون کې د بېلابېلو مسلکونو (٤٤٠٠٠) ټوکه او د ديارلس ګونو پوهنځيو کتابتونونو کې په ټوليزه توګه (٦٢٠٠٠) ټوکه کتابونه د محصلينو د مطالعې لپاره ايښودل شوي دي.
ليليه او بدل اعاشه
ننګرهار پوهنتون د ليرې پرتو سيمو او نورو ولايتونو د محصلينو لپاره، چې په شرايطو برابر وي، د ليليې اسانتيا هم لري؛ اوس مهال ددې پوهنتون په مرکزي، طب، ښوونې او روزنې او کمپيوټر ساينس پوهنځيو ليليو کې (۲۶۰۰) تنه ليليه دي چې له دې ډلې (۲۹۶) تنه يې نجونې دي. دغه راز (۳۸۲۶) تنو ته بدل اعاشه ورکول کېږي.
په ليليه کې د اوسېدو شرايط
د ولسواليو او ولايتونو هغه بېوزلي محصلان، چې استوګنه يې له مرکزه د تحصيلي موسسې پورې له (٣٥) کيلومترو زياته وي، د ليليې د مقررې له حکمونو سره سم په ليليه کې شاملېدى شي. که چېرې محصلانو د اړوندې ليسې وروستۍ موده له يو کال څخه زياته په نهاري توګه تېره کړې وي، په ليليه کې نشي شاملېدلى.
په ليليه کې شامل محصل په يوه سمستر کې د ناکامۍ او محرومۍ په صورت کې د همغې سمستر د تکرار پر مهال له ليليې څخه د استفادې حق نه لري. که چېرې د تکراري سمستر په پاى کې (٦٥) سلنې اوسط نومرو په وړلو بريالى شي، بياځلي په ليليه کې شاملېدى شي.
که چېرې په ليليه کې شامل محصل د تحصيلي کال (يو درسي ټولګي) په پاى کې (٦٥) سلنه اوسط نومرې پوره نکړي، له ليليې څخه ايستل کېږي.
ليليه محصل د تحصيل د تاجيل په موده کې له ليليې څخه د استفادې حق نه لري.
په ليليه کې شامل محصل د هويت د مخصوص کارت پرته، چې د ليليې د ادارې لخوا ورکول کېږي، ليليې ته د ننوتلو او د هغې له امکاناتو څخه د ګټې اخيستنې حق نلري.
په ليليه کې شامل محصل په دې مکلف دى، چې خپلې پيسې او نور ګرانبيه جنسونه پخپله وساتي.
د ليليې په خونو کې د محصلانو ټاکنه، معرفي او د اړتيا وړ لوازمو ويش د اړوندې لايحې له مخې سرته رسېږي.
د محصل ورځني خواړه د بودجې د امکاناتو او منظوري استحقاق سره سم د ليليې د ادارې له خوا تيارېږي، پخېږي او ويشل کېږي.
د کال د موسمونو، فصلونو او درسي مهالوېش سره سم په ليليه کې د ډوډۍ خوړلو وختونه د محصلانو سره په تفاهم د ليليې د شورا له خوا تعين او تطبقېږي.
د ليليې چارو د تنظيم او نورو موضوع ګانو ته د لاسرسي په موخه د ليليې شورا د لاندې غړو څخه جوړېږي:
د پوهنتون اداري مرستيال د رئيس په توګه، د محصلانو چارو مرستيال د غړي په توګه، د پوهنتون د رييس په انتخاب يو تن استاد د غړي په توګه، د يو سمستر لپاره د محصلانو په انتخاب يو تن محصل د غړي په توګه، د ليليې مدير د منشي په توګه.
په ليليه کې د شاملو محصلانو مکلفيتونه
محصلان مکلف دي، چې د ليليې دننه پاکي او نظافت له اړوندې لايحې سره سم په جدي توګه مراعت کړي.
په ليليه کې شامل محصل حق نلري، چې له برېښنا، اوبو رسولو سيستم او د ليليې د نورو وسايلو او لوازمو څخه ناوړه ګټه واخلي.
که چېرې د ليليې لوازم او وسايل د محصل له خوا زيانمن او ضايع شي، له ثبوت وروسته يې محصل د خسارې په جبرانولو مکلف دى.
د ليليې شامل محصل مکلف دى، چې د رخصتۍ د پيل يا تعطيل پر مهال د ليليې اړوند وسايل او لوازم مسوولو کسانو ته تسليم او ليليه خوشې کړي.
په ليليه کې شامل محصلان نشي کولى، چې د تعطيل پر مهال د ليليې له اعاشې او اباطې څخه ګټه واخلي.
(د تحصيلي موسسو د ليليو مقررې ٥، ٨، ٩، ١٠، ١١، ١٢، ١٣، ١٤، ١٥، ١٦ مادې)
دسپليني جزاګانې
په ليليه کې شامل محصل پهلاندې مواردو کې د دسپليني جزاګانو سره مخ کېږي:
د پوهنتون استادانو، د ليليې ادارې او ټولو منسوبينو سره ناسم چلند او بې احترامي.
له معقول عذر پرته په قصدي او تکراري توګه په درس او ليليه کې غيابت.
د هغو پاڼو او اعلانونو ويشل يا ځړول، چې د اسلامي مقدساتو، اخلاقو، غوره دودونو او د پوهنتون له مقرراتو سره مخالف وي.
د ليليې د سامانونو، وسايلو او تاسيساتو پر وړاندې بې پروايي او بې باکي.
د ليليې دننه او بهر په درس کې ګډوډي او بې ځايه لمسول.
ټولې هغه کړنې او سرغړونې، چې د ليليې د اداري نظم او علمي دسپلين د ګډوډولو لامل ګرځي.
هغه محصل، چې په درسونو او ليليې کې غايب وي، د هرې ورځې غيابت په مقابل کې د ليليې د اعاشې، اباطې او بدل اعاشې مستحق ندى.
د ليليې شورا د شديدې بې نظمۍ او تخلف په صورت کې لاندې کړنې کولى شي:
شفاهي اخطار ورکول.
ليکلى اخطار ورکول.
په موقت ډول تر يوې مياشتې له ليليې څخه ايستل.
د ليليې د شورا په لزومديد د بدل اعاشې او اباطې ورکول.
په موقت ډول له يوې مياشتې زيات له ليليې څخه ايستل.
د يوه کال لپاره له ليليې څخه ايستل.
د تل لپاره له ليليې څخه ايستل.
له شفاهي او ليکلو جزاګانو پرته د نورو ټولو جزاګانو په اړه محصل، پوهنځي، تحصيلي موسسې او د هغه کورنۍ ته خبر ورکول کېږي.
که چېرې محصل مخدره توکي او الکولي مشروبات استعمال کړي، د تل لپاره له ليليې څخه ايستل کېږي.
که چېرې محصل د وسلې کوم ډول (ناريه، جارحه يا چاودېدونکي توکي) ليليې ته راوړي، د تل لپاره له ليليې څخه خارج او عدلي او قضايي تعقيب سره مخ کېږي.
(د تحصيلي موسسو د ليليو مقررې ١٧ او ١٨ ماده)
ښوونيز مرکزونه
ننګرهار پوهنتون د يو شمېر ادارو په مرسته استادانو او محصلانو ته د مسلکي زده کړو، انګليسي ژبې، کمپيوټر، کارموندنې، انټرنشيپ او نورو بېلابېلو مهارتونو ترلاسه کولو په موخه لاندې مرکزونه لري:
د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز (PDC)
د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړې مرکز (ELCLC)
د چینايي ژبې زده کړې مرکز (کنفسیوس)
کارموندنې مرکز
د یادونې وړ ده، چې پوهنتون په مرکزي او د پوهنځیو په کچه لیبونه او د انټرنيټ اسانتیا لري، چې استادان، محصلین او اداري کارکوونکي ترې د تدريس، څېړنو، مطالعې او ورځنیو چارو پر مخ وړلو کې کار اخلي.
تحقيقاتي فارمونه
د کرنې پوهنځى د محصلانو د عملي زده کړو او څېړنيزو تجربو لپاره دوه تحقيقاتي فارمونه لري، چې هر سمستر پکې استادان او محصلان لسګونه څېړنيزې تجربې ترسره کوي.
حيواني کلينيک
د وترنري علومو پوهنځى د محصلانو د عملي زده کړو لپاره يو مجهز حيواني کلينيک لري، چې د محصلانو د عملي زده کړو تر څنګ پکې د شاوخوا سيمو څارويو درملنه هم کېږي. د استادانو او محصلانو د ترسره شويو څېړنو لپاره وخت په وخت څېړنيز نندارتونونه جوړېږي، چې پايلې يې له رسنيو او خلکو سره شريکې شي.
حقوقي کلينيک
ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي په چوکاټ کې حقوقي کلینیک لري، چې د حقوقو او سیاسي علومو او شرعیاتو پوهنځیو محصلینو ته د عملي زده کړو، عملي پروګرامونو او تمثیلي محاکمو تر څنګ د ټولنې بې بضاعته وګړو ته وړیا حقوقي مرستې او خدمتونه هم وړاندې کوي.
روغتيايي کلينيک
ننګرهار پوهنتون د محصلينو درملنې په موخه په مرکزي کمپس کې يو روغتيايي کلنيک لري، چې شپه او ورځ خپل روغتيايي خدمات وړاندې کوي. همدارنګه یو باب بل کلینیک د عامې روغتیا ریاست له خوا ددې پوهنتون په کمپس کې پرانیستل شوی او د پوهنتون د اوسېدونکو سربېره د خواوشا سیمو اوسېدونکو ته هم روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
لابراتوارونه
د ننګرهار پوهنتون اړوند د ساینسي او طبيعي علومو پوهنځي د محصلینو د عملي زده کړو او د استادانو د څېړنو لپاره مجهز لابراتوارونه لري، چې استادان او محصلین ترې په منظمه او سیستماتیکه توګه ګټه اخلي.
سپورت او بدني روزنه
ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت په چوکاټ کې د سپورت او بدني روزنې مستقل آمريت لري، چې وخت په وخت د پوهنځيو تر منځ د فوټبال، کرکټ او واليبال سياليو ټورنمنټونه جوړوي. د يادونې وړ ده چې پوهنتون د لوبو دوه لوى ميدانونه لري او په دې وروستيو کې يې د يوه ملي سوداګر په مرسته د نجونو لپاره د ځانګړي پارک او ميدان پرانيسته هم وکړه.
ټرانسپورت
ننګرهار پوهنتون د استادانو، محصلانو او اداري کارکوونکو لپاره د ترانسپورت اسانتيا لري. د نجونو او هلکانو لپاره ځانګړي ملي بسونه برابر شوي، چې سهار مهال يې له جلال اباد ښار څخه د درونټې تر کمپس راوړي او له غرمې وروسته يې بېرته انتقالوي. دغه راز محصلین د عملي زده کړو او علمي سیرونو په موخه بېلابېلو ادارو او مرکزونو ته وړي.
سولې مرکز
سولې مرکز د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې د ۱۳۹۵ کال په وروستيو کې رامنځته شو. د نوموړي مرکز غړو استادانو او محصلانو تر دې دمه لاندې فعاليتونه ترسره کړي دي:
- د پنځو پوهنځيو لپاره د سولې کريکولم جوړول
- د استادانو او محصلانو علمي ژورنالونو چاپ
- د استادانو او محصلانو له خوا د سولې په برخه کې څېړنې او تحقيقات
- د هېواد او سيمې په کچه د يو شمېر غونډو، سيمينارونو او ورکشاپونو جوړول
- د وينې ورکړې کمپاينونه
- چاپېريال ساتنې کمپاينونه
- د نورستان واوره ځپلو او د ننګرهار بې ځايه شويو وګړو لپاره د مرستو راټولول
- کتاب نندارتون
- علمي سفرونه
- نور بېلابېل فعاليتونه