د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د ازموینې اندېښنو سره د مقابلې لارې چارې) تر سرلیک لاندې سيمینار ارایه شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۲۰:۱۹
picture

یاد سيمینار د لوړو زده کړو وزارت او ننګرهار پوهنتون ریاست مقام په لارښوونه او د محصلانو خدمتونو همغږۍ امریت په نوښت د۱۴ ګونو پوهنځیو جدید الشمول محصلینو ته د ښوونې او روزنې پوهنځي یو تن استاد له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې وړاندې شو.
په دې سيمینار کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال سربېره یو شمېر استادانو او سلګونه تنو محصلینو برخه لرله.
د سيمینار د پرانیستې وینا پرمهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي یاد سيمینار محصلینو لپاره پر ځان د باور لوړولو، ذهني ثبات ټینګښت او له ازموینې وړاندې د رواني فشار او اندېښنو مهارولو په برخه کې مهم او ګټور وباله.
نوموړي د سيمینار ارایه کوونکي استاد څخه د مننې ترڅنګ محصلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د سيمینار پر مهال خپلې نیمګړتیاوې او اندېښنې له منځه یوسي او په خپلو درسي فعالیتونو برلاسي ومومي.
د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او رزونې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې استاد پوهنمل دوکتور حکیم خان حقیار د سيمینار د ارایې پر مهال د ازموینې اندېښنې تعریف، مفهوم، اندېښنې پېژندلو، د اندېښنې پیدا کېدو عواملو او د هغې د مخنیوي لارو چارو په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي له استادانو، ارواپوهانو او اړونده برخه کې متخصصینو څخه د مرستې غوښتنه، د ازموینو ډول ته پاملرنه، فزیکي فعالیتونه، استقامت، مثبت افکار، پر هڅو زیات تمرکز، دعا، اذکار او د عمل او نیت اصلاح د ازموینو د اضطراب لمنځه وړلو کې ګټور فکټورونه یاد کړل.
د سيمینار په پای کې په عملي توګه د اندېښنو پر وړاندې د ارامتیا احساسولو تمرینونه اجراء شول او د  محصلینو پوښتنې ځواب شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۲:۵۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون ازموینو کمېټې ددې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال په مشرۍ غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې د تېر سمستر اخیستل شویو نهايي ازموینو اړوند مسایلو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د غونډې پر مهال د ازموینو مرکزي کمېټې مسؤلینو له خوا د تېر سمستر نهايي ازموینو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۲:۵۳
Background image

د علمي چارو مرستیال په مشرۍ د تضمین کیفیت راتلونکې بهرنۍ ارزونې ته د چمتووالي په موخه د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو داخلي ارزونه پیل شوه.

د ننګرهار پوهنتون د تضمین کیفیت داخلي واحد مسؤل پوهنوال علي جان عادل به د خپل ټیم په ملتیا د ټاکل شوي مهال وېش سره سم د ۲ ورځو په موده کې د ۱۴ ګونو پوهنځیو او تدریسي روغتون له خوا تضمین. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۲:۵۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ په دې پوهنتون کې د څېړنیز مرکز له ودانۍ څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار او د پوهنتون د چاپېریال ساتنې مرکزي کمېټې مشر پوهنوال سید. . .

BACK TO NEWS

User account menu