محصلانو چارو مرستیال بیوګرافي
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيداکرم هاشمي لنډه پېژندنه
پوهندوی سید اکرم هاشمي
پوهندوی سید اکرم هاشمي د استاد سید محتشم زوی په ۱۳۵۴ لمريز کال د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د دولت زیو کلي په يوه دينداره کورنۍ کې زيږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د هجرت په ديار پېښور کې پيل او په ١٣٧٤ لمريز کال د حضرت ابو ايوب انصاري (رض) عالي لېسې څخه فارغ شو.
د ليسانس او ماسترې دورې يې په ١٣٧٩ او ١٣٩٤ لمريز کال کې د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سياسي علومو پوهنځي کې بشپړې کړي دي.
نوموړى په ١٣٨٠ لمريز کال د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په علمي کادر کې شامل شو، چې د پوهنتون استادۍ سره په څنګ کې یې د ننګرهار، لغمان، هرات او مزار په پنځه کلن ستراتېژیک پلان جوړونه کې هم همکار پاتې شوی دی. د پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت نه وړاندې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي مرستیال ؤ؛ ګڼې علمي مقالې او اووه علمي، حقوقي او سیاسي اثار یې لیکلي، چې په لاندې توګه ترې يادونه کوو:
- د افاقي حقوقو سرچینې
- د کار حقوق
- د افغانستان اساسي قانون پېژندنه او تحلیل
- بشري حقوق
- د افرادو سیاسي حقوق
- په اداره کې استخدام د اسلامي شریعت او د افغانستان د قوانینو له نظره
- د سیاسي فکرونو تاریخ
پوهندوى هاشمي د لوړو زده کړو وزارت د (٢٢٢- ٤/٧/١٣٩٧) ګڼه وړانديز او د ولسمشر د (١٣٩٤-١٢/٧/١٣٩٧) ګڼه حکم په اساس د ننګرهار پوهنتون محصلانو چارو مرستيال په توګه وټاکل شو او له يادې نېټې راهيسې نوموړې دنده پر مخ وړي.
اړيکې:
0788453322 /0795090050