علمي چارو مرستیال بیوګرافي

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال لنډه پېژندنه

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال لنډه پېژندنه

پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال د میا عبدالرازق زوی په ۱۳۵۳ لمريز کال د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ د ککړک کلي په يوه دينداره کورنۍ کې زيږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د هجرت په ديار پېښور کې پيل او په ۱۹۹۴ میلادي کال د حضرت صدیق اکبر (رض) عالي لېسې څخه فارغ شو.

ليسانس دورې زده کړې يې په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي کې او ماسترۍ زده کړې یې د پېښور د کرنې په پوهنتون کې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې بشپړې کړي دي.

نوموړى په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي په علمي کادر کې شامل شو.

په ۲۰۰۵ میلادي کال کې یې د سندیاګو پوهنتون څخه د اصول تدریس په برخه کې د am TEFL   سند ترلاسه او په ۲۰۱۲ میلادي کال یې د جاپان په هېواد کې د ساینسي مضامینو اړوند د اصول تدریس پروګرام په بریالیتوب سره سرته رسولی دی.

ښاغلی کډوال په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د دوکتورا زده کړو لپاره د جاپان هېواد ته لاړ او د یاد هېواد د (Miyazaki) په پوهنتون کې شامل شو، چې په ۲۰۱۸ میلادي کال یې د نوموړي پوهنتون په کرنې پوهنځي کې د دوکتورا زده کړې بشپړې کړې او هېواد ته راستون شو.

پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال د لوړو زده کړو وزارت د (۲۹۴- ۲۸/۸/۱۳۹۷) ګڼه وړانديز او د ولسمشر د (۲۳۷۲- ۲۴/۱۰/۱۳۹۷) ګڼه حکم په اساس د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال په توګه وټاکل شو او له يادې نېټې راهيسې نوموړې دنده پر مخ وړي.

اړيکې:  

0788104096  

hamidkadwal@gmail.com