د شرعیاتو پوهنځی ماستری پروګرام

د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي کې د ماسټري د دورې پېل

دا چې د هېواد د بچیانو د علمي سطحې لوړول، د علمی کدرونو روزل، او خپل ولس او ټولنې ته د تکړه او مجربو اشخاصو وړاندې کول د شرعیاتو پوهنځي له مهمو اهدافو څخه ګڼل کېږی.

نو بناء په دې لړ کې د شرعیاتو پوهنځي د ښاغلي رئیس پوهنوال سید احمد فاطمی په ابتکار او هڅو د دوکتورا د سند لرونکو استادانو د تشویق او هلو ځلو په نتیجه کې د لومړي ځل لپاره د هیواد په کچه د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي د اسلامي تعلیماتو څانګه کې د تفسیراو حدیث تر سرلیک لاندې د لوړو زده کړو وزارت د (  ۱۰۷۵۳/ ۱۳/ ۱۱/ ۱۳۹۰  ) ګڼه لیک په اساس د شنبې په ورځ د ۱۳۹۱لمریز لیږدیز کال د تلې د میاشتې په (۷) اوومه نېټه چې د ۲۲/۹/۲۰۱۲میلادينیټی سره سمون لري، د پوهنتون د علمي چارو،محصلانو چارو او اداری چارو مرستیالانو په ګډون د دې پوهنځي د علمي کدرونو د پوهنځیو د محترمو رئیسانو او د پوهنتون د درانه رئیس دوکتور محمد صابر په عالمانه پرانستې وینا د خوښی او خوشحالی په مراسمو سره افتتاح شوه د لومړی دورې لپاره (۲۰)تنه محصلین زده کوونکي د افغانستان د مختلفو پوهنتونونو د علمی کادر غړی د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د پراختیا ریاست له لوري معرفي شو

د شرعياتو پوهنځي د اسلامي تعليماتو ( تفسير او حديث ) په څانګه کې د ماسټري د دورې پېل:

دا چې د هېواد د بچيانو د علمي سطحې لوړول، د علمی کدرونو روزل، او خپل ولس او ټولنې ته د تکړه او مجربو اشخاصو وړاندې کول د شرعياتو پوهنځي له مهمو اهدافو څخه ګڼل کېږی.نو بناء په دې لړ کې د شرعياتو پوهنځي د ښاغلي رئيس پوهنوال سيد احمد فاطمی په ابتکار او هڅو د دوکتورا د سند لرونکو استادانو د تشويق اوهلوځلوپه نتيجه کې د لومړي ځل لپاره د هيواد په کچه د ننګرهار پوهنتون شرعياتو پوهنځي د اسلامي تعليماتو ( تفسير او حديث ) څانګه کې  د لوړو زده کړو وزارت د (  10753  / ۱۳/ ۱۱/ ۱۳۹۰  ) ګڼه ليک په اساس د شنبې په ورځ د ۱۳۹۱لمريز ليږديز کال د تلې ( ميزان) د مياشتې په (۷) اوومه نېټه چې د ۲۲/۹/۲۰۱۲ميلادي نيټی سره سمون لري، د پوهنتون د علمي چارو،محصلانو چارو او اداری چارو مرستيالانو په ګډون د دې پوهنځي د علمي کدرونو، د پوهنځيو د محترمو رئيسانو او د پوهنتون د درانه رئيس دوکتور محمد صابر په عالمانه پرانستې وينا د خوښی او خوشحالی په مراسمو سره پرانيستل شوه، د لومړی دورې لپاره (۲۰) شل تنه محصلين د افغانستان د مختلفو دولتي پوهنتونونو د علمی کادرونود غړو څخه  د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د پراختيا رياست له لوري معرفي شول .

   دتفسيراوحديث دڅانګی دماسترۍ پروګرام موخی:

  1. محصل ته د اسلام د مقدس دين داصولو ور پيژندنه او د قرآن کريم  دآياتونو او نبوي احاديثو څخه داحكامو او آدابو او معارفو د استنباط څرنګوالی .

2- د محصل  د تعبيري ذوق ته وده ورکول، او د مکي او مدني سورتونو د ځانګړتياؤ د پيژندني له لاري د قرآن کريم د اعجاز د وجوهو پيژندنه .

3- د قرآن کريم موضوعي څيړني ته د محصل تشويقول، او دي هدف ته درسيدول لپاره د يوي اړوند موضوع د اړوندو آياتونو راټولول او دهغي ژوره څيړنه .

4- د قرآن کريم د علومو او معارفو د سمي پوهيدني  له لاري د محصل علمي شخصيت تکوين او وده.

5-محصل ته د قرآن کريم  د پوهي په مجال کي د صحابه ؤ او تابعينو  تګلاره ورپيژندل،  د مفسرينو د مناهجو بيان، او د هر د منهج  ځانګړتياوي،  د تفسير مشهور کتابونه، او د هريوه علمي ارزښت په ګوته کول .

6- په پراخه قرآني ثقافت باندي د محصل روزنه تر څو د اسلام د مقدس دين څخه ددفاع، او د هغه په هکله د شبهاتو د ځواب جوګه شي .

7- محصل ته داصول الحديث د اهميت ورپيژندنه، او د نبوي سنتو د تحريف څخه يې په خوندي ساتنه کي رول .

8- د اصول الحديث په ايجاد کي د محدثينو نوښت، او دهغوی د نه ستړي کيدونکو هلو ځلو بيان چې د نبوي احاديثو په خدمت او دهغي څخه په دفاع کي ترسره کړي دي، د نبوي احاديثو د اثبات او  د دخيلو احاديثو څخه د هغي د غور چاڼ په موخه د ټينګو او مضبوطو قواعدو په ايښودولو کي  د محدثينو  د لوړ علمي امانت او دقيق علمي منهج بيان .

9- محصل ته داصول الحديث د اساسي علومو ورپيژندنه ، تر څو وکولای شي مقبول احاديث له مردودو احاديثو څخه جلا کړي .

10- محصل ته د اصول الحديث د علماؤ د زده کړي او ښووني د آدابو ورپيژندنه ، او ددي علم دزده کړي موخي ور په ګوته کول .

11- په محصل کي د څيړني او تحقيق وړتيا پيداکول، تر څو وکولای شي د اصول حديث د علم په رڼا کي  د راوي او مروي د احوالو د پيژندني له لاري روايات چاڼ کړي . او په حديث او علوم الحديث کي د علماؤ د تأليف اسلوبونه وپيژني، او د احاديثو تر منځ د اشکال په لري کولو کي د هغوی د مسلکونو څخه خبر شي .

12- په محصلينو کي د حفظ وړتيا ته وده ورکول، او د احاديثو څخه د احکامو د استنباط په لړ کي  د احاديثو د حفظ  او څيړني له لاري دهغوی عقلي توانايې ته وده ورکول، او په هغوی کي  غوره اخلاق او لوړ آداب رامنځ ته کول .

13-  درسول الله صلى الله عليه وسلم  بلاغت  او کردار، او د اسلامي شريعت لوړوالی، او په ښوونه او روزنه کي درسول الله صلى الله عليه وسلمتګلاره،  او ځينو خلکو ته د راپيدا کيدونکو شکوکو او اوهامو د معالجي لاري چاري .

14- په ملحدانو باندي رد او د هغوی له خوا د راپاروونکو شبهاتو له منځه وړل .

15- د شرعي علومو په ډګر کې په عامه توګه او د تفسير او حديث په ډګر کي په ځانګړي توګه د محصل  علمي او تربيوي استعداد لوړول، او  دغه راز په دعوت،ارشاد، علمي څيړنو  او نورو  ډګرونو کي د محصل وړتيا ته پاملرنه.

اداري تشکیل:

د لوړو زده کړو وزارت د لایحې سره سم د ښه نظم او انسجام په موخه د ماستری د چارو سمبالښت یو بورد ته ورسپارل شوی چې :

 محترم پوهنمل دوکتور عزیزالرحمن مکي د رئیس په توګه

محترم پوهنمل دوکتور نقیب جان د مرستیال په توګه

او نور درې تنه محترم استادان هر یو :

۱:محترم پوهنوال دوکتور دل اقا وقار

۲:محترم پوهنمل دوکتور محمد مصطفی نیازی

۳:محترم پوهنمل دوکتور عبدالرحمن شېرزاد

د علمی همکارانو په توګه تعیین شوی دی.

په همدې توګه دوه اداری کارکوونکی د تدریسی او اجرايوی مدیران او دوه خادمان لری.

تعلیمی نصاب او زده کړې:

د شرعیاتو پوهنځي ریاست مقام د ماسټری د کریکولم (تعلیمی نصاب) جوړولو لپاره له ذکر شویو علمی کدرونو څخه د تفسیر او حدیث له متخصصینو یوه کمیټه جوړه کړه، چې نوموړو په پوره اخلاص سره دې کار ته وخت ورکړ، او په مصر کې د الازهر پوهنتون،د سعودی عربستان د ام القری او امام محمد بن سعود الاسلامیه پوهنتونونو او په پاکستان کې د اسلام اباد نړیوال پوهنتون د تعلیمی نصابونو په کتنې او د وخت او افغانی ټولنې د ضرورتونو او غوښتنو په پام کې نیولو سره د ماسټری د دورې کریکولم تیار او د پوهنځي علمی شورا ته یې وړاندې کړ، چې د منلو وړ وګرځېد ، د وروستنی تایید لپاره د لوړو زده کړو وزارت ته ولېږل شو د لوړو زده کړو وزارت د ښه کره کولو او نظر اخستنې په خاطر د کابل پوهنتون د شرعیاتو بوهنځی ته واستاوه، چې هغوي هم تایید او بلاخره د لوړو زده کړو وزارت هم د خپل تایید په هکله د ننګرهار پوهنتون ته د ۳۰۴/۳۷۳  -۲۰/۱/۱۳۹۱ه ش ګڼه لیک په ذریعه خبر ورکړ.

درسی نصاب  او مفردات يې د نورو معلوماتو سره مل دی.

زده کړې:

دا چې د اسلامی شریعت د زده کړې لپاره د عربی ژبې زده کړه بنسټیز حیثیت لری، نو په همدې اساس د هېواد د رسمی ژپو ترڅنګ تدريس په عربی ژبه مهم ګڼل شوي دی.